بلوچستان کې په یوه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر او دوه نور کسان وژل شوي

۶ ساعتونه مخکې

ځايي حکومتي چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم چاودنې له امله د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعيت علمای ګوند د یو مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

يوه ځايي حکومتي ویاند شاهد رند ويلي، په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر عبدالله له دوو نورو کسانو سره هغه وخت ووژل شو کله چې د دوی موټر په ماین وخوت.

دا په دې وروستیو کې څویم ځل دی چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشران په بلوچستان او پښتونخوا صوبو کې تر برید لاندې راځي.

د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم لږ تر لږه دوه ځله په پښتونخوا کې له ترهګریزو بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی دی.

تېره میاشت، د پښتونخوا صوبايي حکومت هغه ته خبرداری ورکړ، چې د امنیتي ګواښونو له امله تګ راتګ کم کړي. فضل الرحمان ته په لیږل شوي امنیتي خبرتیا کې ویل شوي وو، چې ترهګرې ډلې د هغه د وژلو پلان لري.

د حکومت د خبرداري په ځواب کې، مولانا فضل الرحمان وویل، چې حکومت د هغه د امنیت په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

فضل الرحمان د پاکستان په اسلامي ټولنه کې یو له خورا اغیزمنو سیاسي-مذهبي مشرانو څخه دی.

نور خبرونه

رادیو