د پاکستان د مشرانو جرګې ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې له «۱۲ زرو ډېر افغانان» په جعلي پاکستاني پاسپورټونو سعودي عربستان ته تللي دي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یادې جرګې د داخلي چارو کمېټې په دې تړاو ناسته کړې ده.
د دغې ناستې مشري سناتور فیصل کریم کړې، چې په کې د افغانانو له لوري د جعلي پاکستاني پاسپورټونو د ترلاسه کولو او پرې سعودي عربستان د سفر مسایل په کې بحث شوي دي.
د پاکستانۍ اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد د پاسپورټ ادارې مشر مصطفی جمال قاضي وویل، چې له دغو کسانو څخه «درې زره تنو یوازې د پاسپورټ عکسونه» بدل کړي وو، خو شپږ زرو نورو بیا د پاکستان د احصایې ادارې (نادرا) له لوري د معلوماتو په بدلون سره جوړ شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ډېری دا کسان تر پېژندل کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي او دا مهال هېڅ یو یې په پاکستان کې نه اوسیږي.
همدا راز ویل شوي، چې له دغو کسانو ځینې یې په سعودي عربستان کې هم پېژندل شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
قاضي وویل، د دې قضیې له افشا کېدو وروسته د نادرا او پاسپورټ ادارو کې د یو شمېر کارکوونکو پر ضد اقدامات شوي، چې ۳۵ مرستیال مدیران هم په کې شامل دي.
هغه دا هم وویل، چې د دوی اداره د کال ۵۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ عاید لري، خو بیا هم د مالي امکاناتو د کمښت له امله اړ دي چې له نورو حکومتي ادارو څخه مرسته وغواړي.
تر دې څو ورځې وړاندې یا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او د پښتونخوا ایالتي حکومت چارواکو خبر ورکړی و، چې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د پېژندو لپاره یې هم ځانګړې پلټنې پیل کړي، چې په جعلي توګه یې د دغه هېواد پېژند پاڼې (شناختي کارډونه) جوړ کړي دي.
همدا راز ویل شوي هغه پاکستاني وګړي به هم له قانوني څار لاندې راشي، چې افغانان یې په خپلو کورنیو کې شامل کړي او بیا یې ورته د دغه هېواد تابعیت کارډونه اخیستي دي. پاکستان له دې سره هم مهاله په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکي او بې اسناده افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ پیل کړې ده.
د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو نیول کیدو پسې کوڅه په کوڅه او کور کور په کور د پولیسو له لوري د نیول کیدو عملیات روان دي.
هره ورځ زرګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک او اوس تازه د غلام خان بندر له لارې پر ډیورنډ کرښه اړول کېږي.