زلمی خلیلزاد: د کشمیر د برید په تړاو پاکستان باید شفافو څېړنو ته غاړه کېږدي

۱۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او هندوستان ترمنځ د ترینګلو حالاتو په اړه پاکستان ته لارښوونه کړې چې په هندي کشمیر کې د برید په اړه باید شفافې څېړنې اومني، نوموړي همدا راز د ټرمپ له حکومت غوښتي چې دا موضوع جدي ونیسي.

تېره ورځ د هندوستان، کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۴ سیالانیان په ډزو ووژل، د هند حکومت ددغه ترهګریز برید پړه پر پاکستان واچوله.

زلمي خلیلزاد ددغه برید په تړاو د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شویو ترینګلو حالاتو په اړه په ایکس لیکلي: «په کشمیر کې د سیلانیانو قتل عام او دا چې د هند حکومت شک لري چې اسلام‌اباد د دې برید تر شا دی، د هند او پاکستان ترمنځ یې یوه ستره بحراني فضا رامنځته کړې، حتی د جګړې ګواښ هم مطرح شوی دی.»

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې که څه هم دواړه هېوادونه د اټومي وسلو لرونکي دي، او دا ممکن د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي، خو د دواړو هېوادونو د اټومي وسلو د جوړښت له مخې، هر لوری ممکن فکر وکړي چې لومړی برید کول به پرېکړه‌کوونکی وي.

خلیلزاد همدا ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د مخنوي په موخه پاکستان ته لارښوونې کړي او لیکلي یې دي:« پاکستان باید دا ومني چې د تروریستي برید په اړه به رښتینی او شفاف تحقیق کوي؛داسې هوکړه وړاندې کړي چې دواړه هېوادونه به اجازه نه ورکوي چې د دوی خاوره د بل هېواد پر ضد د ګواښ لپاره وکارول شي؛ او د کشمیر د لانجې دایمي حل لپاره د خبرو وړاندیز وکړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني استازي لیکلي چې مشرف او واچپايي په دې موضوع کې رښتینې پرمختیا کړې وه، خو دوی ونه توانېدل چې دا هوکړه نهايي کړي او زیاترو یې سیاسي لاملونه لرل.

نوموړی لیکلي: «د تاریخي بې‌باورۍ، د هند د خلکو د غصې، او د پاکستان د پوځ د مشر د شخصیت (احساساتي او جګړه‌طلبه څرګندونو ته میلان لرونکی) په نظر کې نیولو سره، د دواړو هېوادونو مشران داسې نه ښکاري چې دې لارې ته چمتو وي.»

خلیلزاد همدا راز د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره غږ کړی چې دا موضوع جدي ونیسي او مرسته وکړي چې دا وضعیت د جګړې پر لور لاړ نه شي.

یاده دې وي چې د پاکستان د ملي امنیت تر ناستې وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هند د پاکستان په ځینو ښارونو کې د برید پلان لري. نوموړی وايي، که «زموږ پر خلکو برید وشي، نو د هند خلک به هم خوندي پاتې نه شي».

بل پلو د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته ژمنه وکړه چې د کشمیر وروستي ترهګریز برید عاملان به د « ځمکې تر پایه» تعقیب کړي او په سزا به یې ورسوي. دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې هندي چارواکو ددغه پېښې دوه بریدګر پاکستانیان ښودلي دي.

پاکستان او هندوستان د کشمیر اوږده شخړه ترمنځ لري، وخت نا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کیږي او کله دا حالت تر جګړې ورسیږي، اوس تازه په کشمیر کې د وسله والو له لورې په سیانیانو برید د جګړې احتمال زیات کړی او دواړو هیوادونو یو بل ته ګواښونه کړي.

نور خبرونه

رادیو