د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وروستي برید ته په اشارې وايي، دا برید په افغانستان کې د سلګونو هغو پېښو یاد تازه کوي چې په تېرو کلونو کې د طالبانو او د هغوی نړۍوالو ملګرو لهخوا د ملکیانو پر خلاف ترسره شوي دي.
یاد افغان استخباراتي چارواکي پنجشنبه د شپې ناوخته (غويي ۴مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې د دغه خونړي برید په غبرګون کې دا پېښه «دردوونکې» او د ترهګرۍ واقعي څېره بللې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې، وروسته له هغې چې هغوی یې په افغانستان کې «لاستهراوړنې» بولي، اوس هڅه کوي څود دغه هېواد له پولو ور هاخوا د خپل نفوذ لمنه پراخه کړي.
هغه زیاته کړې ده: «له ډېرې مودې راهیسې د دغه بهیر وړاندوینه شوې وه، خو اوس اندېښمنوونکې خبره دا ده چې وسلهوالې ډلې غواړي د دا ډول بریدونو له لارې اټومي جګړې راوپاروي.»
هغه همداراز وسلهوالو ډلو پر وړاندې د سیمهییز چلند د ارزونې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د «ښې ترهګرۍ» او «بدې ترهګرۍ» ترمنځ د توپیروالي سیاست ته دوام ورکول جدي او ناوړه پایلې لرلای شي.
د ضیا سراج په باور، د افراطي ډلو د څرګند یا پټ ملاتړ درول او د یوې همغږې او پرېکنډه سیمهییزې ستراتیژۍ غوره کول، د ترهګرۍ او بېثباتۍ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره یو حیاتي اقدام دی.
د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د ملي امنیت رییس دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په بهلګام سیمه کې د یوه وسلهوال برید په ترڅ کې ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.
هند وايي، په دغه برید کې پاکستان ښکېل دی. هندي چارواکو د کشمیر پېښې په غبرګون کې هغو پاکستانيانو ته چې مخکې ویزې ورکړل شوې وې، لغوه کړې او هغه پاکستانيان چې دا مهال فعالې ویزې لري او په هند کې دي، له دغه هېواده یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.
طالبانو هم په هندي کشمير کې پر سیلانیانو برید ته غبرګون ښودلی دی. د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو وروستی برید غندلی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.