د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند حکومت پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکی بللی او د اسلاماباد پر ضد یې یو شمېر اقدامات اعلان کړي دي.
دغه تورونه د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې تر یوه خونړي برید وروسته لګول شوي دي. په یاد برید کې ۲۵ هندي وګړي او یوه نیپالی وژل شوی دی.
د تورونو په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په سهار (۲۴ اپريل ۲۰۲۵) د ملي امنیت شورا (NSC) بیړنۍ غونډه وربللې ده.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي، چې دا غونډه د هند د تازه پرېکړو د ارزونې لپاره کېږي.
ښاغلي ډار په ایکس پاڼه لیکلي: «لومړی وزیر شهباز شریف د پنجشنبې لپاره د ملي امنیت شورا غونډه رابللې څو د هند د اعلامیې په اړه پریکړه وشي.»
اسحاق ډار د چهارشنبې په شپه یوه خصوصي ټلویزیوني شبکې ته وویل، چې د هند چلند «غير مسوولانه او نابالغه» دی.
هغه زياته کړه: «هند هیڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی. هغوی هیڅ سیاسي پوخوالی نه دی ښودلی. دا یوه بې مسوولیتي ده، چې سمدلاسه له پېښې وروسته یې شور ماشور جوړ کړ.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې ویل شوي: «موږ د اننت ناګ په سیمه کې د ګرځندویانو پر وژنه خواشیني یوو. د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله کوو.»
په هغو اقداماتو کې چې د هند لهخوا اعلان شوي، د ایندوس د اوبو تړون ځنډول تر ټولو زیات پام ځان ته اړولی. دا تړون په ۱۹۶۰ کې د نړۍوال بانک په منځګړیتوب لاسلیک شوی و او ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو پر مهال هم پر ځای پاتې شوی و.
ډان لیکلي، د دې تړون ځنډول د دواړو هېوادونو په کړکېچنو اړیکو کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې امنیتي کمېټې (CCS) ناسته شوې او پریکړې یې کړې، چې لاندې اقدامات به پلي کېږي:
د اتاري سرحدي دروازه به ژر وتړل شي.
پاکستانیان به نور د سارک د ویزې معافیت له لارې هند ته سفر نه شي کولای.
ټول مخکې ورکړل شوې ویزې لغوه شوې او هغوی چې اوس مهال په هند کې دي، یوازې ۴۸ ساعته وخت لري چې هند پرېږدي.
د پاکستان د سفارت پوځي سلاکاران او دفاعي اتشې د «ناخوښو کسانو» په توګه اعلان شوي او یوه اوونۍ وخت لري چې له هند ووځي.
د هند حکومت دا اعلان هم کړی، چې خپل دفاعي، هوایي او بحري مشاورین به له اسلاماباده بېرته وغواړي او د دواړو هېوادونو د سفارتونو کارکوونکي به له ۵۵ څخه ۳۰ تنو ته راکم کړي.
د هند امنیتي ځواکونه د پوره چمتووالي په حالت کې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر جنرال ویکرام میسري وویل: «موږ هڅه کوو چې د هغو کسانو استرداد وکړو چې د ترهګریزو بریدونو مسؤلیت لري، لکه څنګه چې د تهوور رانا د تسلیمۍ قضیه کې مو ولیدل. موږ به هېڅکله له تعقیبه لاس وانخلو.»
د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ هم ګواښ کړی: «هغه کسان چې د دغه برید مسوول دي، ډېر ژر به زموږ غږ واوري. موږ به نه یوازې عاملین، بلکې طراحان هم هدف وګرځوو.»
په ورته وخت کې، هغه روغتون چې د قربانیانو نومونه ثبتوي، اعلان کړی چې ۲۶ کسان وژل شوي، چې په کې ۲۵ هندیان او یو نيبالی شامل دي.
برید هغه مهال وشو کله چې وسله وال له ځنګله راووتل او په پهلګام سیمه کې يې پر ګرځندویانو ډزې وکړې.
ډان ورځپاڼه لیکي، چې په ورته وخت کې د هند امنیتي ځواکونو او د یاغي ګرو شکمنو کسانو ترمنځ په تانګ مارګ سیمه کې وسله واله نښته هم شوې ده.
د هند پوځ هم ویلي، چې په بارامولا سیمه کې یې په یوه جلا پېښه کې دوه کسان چې غوښتل یې له پولې واوړي وژلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د فرانسی، جرمني، برېټانیا، اروپايي، ټولنې، چین، اسراییلو، متحده عربي اماراتو لوړپوړو چارواکو او پر افغانستان واکمنو طالبانو د هند له حکومت سره خواخوږي ښودلې او برید یې غندلی دی.
د ویلسن انستیتوت لوړپوړي امریکایي کارپوه مایکل کوګلمن ویلي: «دا برید د هند او پاکستان ترمنځ د یوه نوي ناورین رامنځته کېدو ته زمینه برابروي او دا ښایي د ۲۰۱۹ لنډ مهاله پوځي نښتې راهیسې تر ټولو جدي ګواښ وي.»