د پښتونخوا صوبایي پارلمان غواړي له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي

۷ ساعتونه مخکې

د پښتونخوا صوبایي پارلمان د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د وروستۍ نیټې د غځولو غوښتنه کړې او له مرکزي حکومت یې غوښتي، چې دوی ته واک ورکړي؛ ترڅو له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې د پښتونخوا اسمبلۍ په ګډه بېلابېل پنځه پرېکړه لیکونه تصویب کړل.
د دغې اسمبلۍ غړي شرافت الله له‌خوا په وړاندې شوي پرېکړه لیک کې روښانه شوې، چې پښتونخوا له اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ قرباني ده او خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.
په پرېکړه لیک کې د افغانستان په اړه د مرکزي حکومت پر تګلارې سختې نیوکې شوې دي.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي، چې مرکزي حکومت د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی او پر ځای یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې هم خورا ترینګلې شوې دي.
په دې کې د اوسنۍ تګلارې د هر اړخیزې او سملاسي بیاکتنې غوښتنه وشوه.
له بل پلوه ټیک دوه ورځې وړاندې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته ګېله کړې وه، چې افغانستان ته یې په خپل سفر کې د پښتونخوا حکومت نه دی شامل کړی.
هغه ویلي و، د پاک-افغان خبرو اترو تر ټولو لوی او مهم اړخ پښتونخوا ایالت دی؛ چې له دې خبرو پاتې کړل شوی.
ښاغلي ګنډاپور زیانه کړې وه: «موږ د خبرو اترو لپاره شرایط هم واستول؛ خو د حکومت له‌خوا مو هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ او اوس د خبرو اترو او هوکړو جزییات هم نه دي افشا شوي.»

د ښاغلي ګنډاپور په وینا: «که زموږ جرګه ومنل شي؛ نو د پام وړ پایلې به ترلاسه شي.»
په خپل دویم پرېکړه لیک کې د دغې اسمبلۍ غړي شرافت الله وویل، چې مرکزي حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره یوه وروستۍ نیټه ټاکلې ده.
هغه ټینګار وکړ، د کډوالو بېرته ستنېدل چې د لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، په ټولنه کې مدغم شوي او د هېواد په سوداګرۍ کې مهم رول لوبوي؛ نو د دوی بېرته ستنېدل به عملي ننګونې او بې باوري رامنځته کړي او د ورورۍ په اړیکو به منفي اغېز وکړي.
د پښتونخوا اسمبلۍ سپارښتنه وکړه، چې مرکزي حکومت باید د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره وروستۍ نېټه وغځوي.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ په دغه هیواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د وتلو وروستۍ نیټه د روانې اپریل میاشتې وروستۍ ورځ ټاکلې چې ایله یوه اوونۍ ورته پاتې ده.
د پښتونخوا اسمبلۍ د پرېکړه لیک له مخې، مرکزي حکومت باید کډوالو ته اجازه ورکړي چې په عزت او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي او اجازه دې ورکړي، چې خپل د کور سامان له ځانه سره یوسي.

نور خبرونه

رادیو