د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پهلګام پېښې وروسته د هند اقداماتو ته په ځواب کې سبا (پنجشنبه) د اپرېل ۲۴مه د سهار پر مهال د ملي امنیت کمېټې غونډه رابللې ده.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي، چې په غونډه کې به د هند د وروستیو اقداماتو په وړاندې د مناسب ځواب پرېکړه وشي.
د هغه په وینا، هند چې کومې مسالې راپورته کړې دي، په غونډه کې به پرې بحث وشي.
خواجه اصف زیاته کړه، چې هند د سند طاس تړون داسې نه شي ځنډولی، ځکه په دې تړون کې یوازې پاکستان او هند نه، بلکې نور هېوادونه هم شامل دي.
تر دې مخکې هندي رسنیو راپور ورکړ، چې په نوي ډیلي کې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د دغه هېواد د کورنیو، دفاع، بهرنیو چارو وزیرانو او نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید په تړاو ناسته کړې.
د رسنیو د راپور له مخې، د نرېندرا مودي په مشرۍ دې ناسته کې د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه، دفاع وزیر راجنات سینګ، د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر، د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دیول او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي سلاکار ویکرم میسري نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو د برید په پایله ۲۵هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.
ویکرم میسري وايي، د کابینې د امنیتي کمېټې په ناسته کې له پاکستان سره د ۱۹۶۰کال د اوبو تړون له همدې شیبې څخه تر نامعلوم وخت پورې وځنډول شو.
دغه راز د سارک د ویزې معافیت له مخې، د پاکستاني اتباعو لپاره هند ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
میسري وویل، هغو پاکستاني وګړو ته چې مخکې ویزې ورکړل شوې دي، دغه ویزې لغوه ګڼل کېږي او هغه پاکستاني وګړي چې دا مهال فعالې ویزې لري او په هند کې دي، په ۴۸ساعتونو کې باید له هند څخه ووځي.
په ځواب کې خواجه اصف ویلي، چې پاکستان به د هند اقداماتو ته هر اړخیز ځواب ورکړي.
د نوموړي په وینا: «لکه څنګه چې د ابھینندن په وخت ځواب ورکړل شو، دا ځل هم ۱۰۰ سلنه ځواب ورکولو ته چمتو یوو. د پاکستان هوايي ځواک چې کوم ځواب ورکړی و، هغه د تاریخ برخه ده.»
خواجه اصف همداراز وویل، چې هند له ډېرې مودې راهیسې د سند طاس تړون نه د وتلو هڅه کوي او په هند کې چې کومه پېښه شوې، هغه د غندنې وړ ده.
هندي رسنیو ویلي، چې د دغه برید مسوولیت د لشکر طیبه ډلې اړوند «کشمیر مقاومت» وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې ده.
لشکر طیبه پاکستانۍ ترهګره ډله ده، چې په هند او افغانستان کې د بریدونو اوږده سابقه لري.
د هند د ترهګرۍ ضد ملي ادارې یوه ډله هم پهلګام ته رسېدلې، چې له سیمه ییزو پولیسو سره د پلټنو په برخه کې مرسته وکړي.
تمه کېږي، چې په دې غونډه کې به د ملي امنيت اړوند مهمو مسایلو او د هېواد د بهرني سیاست په اړه مهمې پرېکړې وشي.