د امریکا د کانګرس غړي برګمن، بیا د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۱۷ ساعتونه مخکې

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي جک برګمن یو وار بیا د تحریک انصاف د بنسټ اېښودونکي او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان ډا ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه غوښتنه یو وار بیا اسلام اباد ته د نوموړي له وروستي سفر وروسته شوې ده.
نوموړي په هغه سفر کې د پاکستان د ملکي او پوځي برخو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي و.
ښاغلي برګمن پر اېکس پاڼه کاږلي: «زه د عمران خان د خوشې کولو لپاره خپله غوښتنه یو وار بیا تکراروم.»
هغه لیکلي، د امریکا او پاکستان پیاوړې ملګرتیا په ګډو ارزښتونو، ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د اقتصادي سوکالۍ په رڼا کې وده کوي: «راځئ چې د ازادۍ او ټیکاو لپاره په ګډه کار وکړو.»
د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال ښاغلی برګمن اوس‌مهال د استازو جرګې د وسله‌والو خدمتونو کمیټې غړی دی.
هغه د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه تېره اوونۍ د ډیموکراټانو استازي توماس سوزي او جوناتن جېکسن سره پاکستان ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې دوی په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر سید عاصم منیر سره د سیمه‌ییز امنیت او دفاعي اړیکو په اړه هم بحث او خبرې کړې وې؛ خو د دغه سفر پر مهال دوی د پاکستان کورني سیاست یا د عمران خان سره لیدنې ته لېوالتیا نه وه ښودلې او په کوم رسمي بیان کې هم ورته اشاره نه وه شوې.
تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال انګېرنې دا وې، چې د ټرمپ د بریالیتوب په صورت کې به د امریکا په غوښتنه عمران خان له بند خوشې شي؛ خو وروسته بیا دغه ګنګوسې سړې شوې.
څه موده وړاندې د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو او د طالبانو سره د پاکستان د لانجو ګونجو پرمهال د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو