په کابل کې د بودجې د کمښت له امله د خوارځواکۍ د درملنې یو مرکز وتړل شو

۲ ساعتونه مخکې

اسپانیاوي رسنۍ اي اېف اي راپور ورکړی، چې په کابل کې د بودجې د کمښت له امله د خوارځواکۍ د درملنې یو مرکز وتړل شو.

د راپور له مخې، دغه مرکز د امریکا د مرستو بندېدو له امله تړل شوی دی.

دغه کلینیک چې د کابل په حاجي بابا روغتون کې دی؛ تر تړل کېدو وړاندې دا د خوارځواکۍ د درملنې مرکز و او د هغو بې وزله کورنیو لپاره یې خدمتونه وړاندې کول، چې د خپلو ماشومانو له خوارځواکۍ کړېدل.
د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان مشر کوبي ریتویلډ وایي: «دا د خوارځواکۍ د درملنې یو حیاتي مرکز دی. موږ دلته په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه کوو، هغه ماشومان چې دومره کمزوري دي چې نه په لاره تګ کولای شي او نه هم څه خوړلای شي. ځینې دوه کلن ماشومان یوازې له ۴ څخه تر ۵ کیلوګرامه وزن لري. زموږ له ملاتړ پرته، دوی د تګ لپاره هیڅ ځای نلري.»
په دغه مرکز کې د ماشومانو ډاکټر عبدالحمید صالحي ویلي، په دغه مرکز کې هره میاشت په سختې خوارځواکۍ د اخته شاوخوا ۶۵ ماشومانو درملنه کېده، چې ځینې یې د اوږدې مودې لپاره په دغه مرکز کې پاتې کېدل او ډېری د کابل له بې وزلو سیمو ورتلل.
ښاغلي ریتویلډ زیاته کړه: «د دغه کلینیک تړل کېدل ډېر ستونزمن و. اوس نو د دغه ماشومانو د راجع کولو لپاره بل ځای نشته. ګڼ روغتونونه ظرفیت یا تخصیص نه لري. نورې نادولتي موسسې د بودجې له ورته کمښت سره مخ دي؛ که ماشومان روغتیایي پاملرنه ترلاسه نه کړي، نو دوی د مړینې لوړ ګواښ سره مخ دي.»
له بل پلوه د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۳.۵ مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ وي؛ په داسې حال کې چې په هرو درېیو افغانانو کې به یو یې وږی وېده کېږي او له نیمایي څخه ډېر نفوس بېړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.
د امریکا د مرستو د بندېدو له امله د دغه مرکز تړل کېدل له افغانستان نه د نورو نادولتي موسسو د وتلو سره یوځای، به په دغه هېواد کې کړکېچ نور هم زیات کړي.
ښاغلي ریتویلډ وایي: « دلته، ټول خدمات وړیا وو؛ درمل، د مور او ماشوم لپاره خواړه، په ورځ کې درې وخته خواړه او درملنه. د دغه مرکز تړل په دې معنا دي، چې اوس کورنۍ باید د هرڅه لپاره پیسې ورکړي او دا هغه څه دي، چې دوی یې نشي کولای.»
د بسیمې زوی چې تازه رغېدلی وایي: «کله چې ستاسو د ماشوم هډوکي څرګند شي، کله چې هغه د کمزورۍ له امله ژاړي، یوازې مور دا درد احساسوي. دغه مرکز ما ته هیله راکړه او زما زوی یې وژغوره.»
تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان هم په مارچ میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو ۸۰ سلنه چې دوی یې ملاتړ کوي؛ ښایي د تمویل نشتوالي له امله وتړل شي.
د مارچ تر لومړیو پورې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو، چې په ۲۵ ولایتونو کې یې له ۱.۶ مېلیونو څخه ډېر خلک اغېزمن کړل.
د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کړکېچن شو؛ خو د امریکا د مرستو ځنډول دغه ستونزه لا پراخه کړه.
ریتویلډ وویل، چې د کلینیک د بیا پرانیستلو لپاره د اړتیا وړ پانګونې راجلبولو لپاره به وړاندیزونه وشي.
هغه ومنله، چې د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره انتخاب د امریکا ملاتړ دی. تر هغه چې پانګونه ونشي؛ کلینیک به د نه پوره کېدونکو ژمنو او مخ په زیاتېدونکي ناورین سره پاتې شي او که نړۍواله ټولنه غواړي د مېلیونونو افغان ماشومانو ژوند وژغوري؛ نو ژر تر ژره باید اقدام وکړي.

نور خبرونه

رادیو