د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې او د صلاحالدین رباني په مشرۍ جمعیت ګوند په یوه بیان کې ویلي د «جوړښت، پالیسیو، مدیریتي او کاري تګلارو» پر سر د اختلافاتو له امله یې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت له ملي شورا څخه لار جلا کړې ده.
د مقاومت جبهې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته د دغو اختلافو یو لامل د نوموړې شورا د اجراییوي مشر په توګه د عمر داوودزي ټاکل کېدل بللي دي.
عمر داوودزي د حامد کرزي او محمداشرف غني په حکومتونو کې د کورنیو چارو وزیر په ګډون په لوړو بستونو کې کار کړی دی.
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا لهخوا د جوړښت، پالیسيو او مدیریتي تګلارو اړوند مواردو نهرعایت، «د ولس او د طالبانو مخالفو جریانونو» په ګټه نهدي.
ورته مهال، د صلاحالدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت ګوند د مقاومت جبهې لهخوا د افغانستان د ژغورنې له ملي شورا سره د همکارۍ پای ته رسېدو په تړاو وویل: «هغه اصول چې د افغانستان د ژغورنې ملي شورا له لارې مطرح شوي د سیاسي، تخنیکي دلایلو او زموږ د خلکو د ټاکنیزې حوزې د اوسنیو واقعیتونو له امله نهشي ساتل کېدای. موږ د دغه بنسټ د انتخابونو په هېڅ پرېکړو کې نه یو او نه به هم اوسو.»
د افغانستان د ازادۍ جبهې هم په ډاګه کړې، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره په ملي شورا کې د دغې جبهې غړيتوب «یوازې یوه اوازه» ده او دا یې په کلکه رد کړې ده.
نوموړې جبهې ویلي، چې تر اوسه پورې په هېڅ داسې سازماني اېتلاف یا سیاسي تړون کې شامله نهده.
د ازادۍ جبهې همداراز زیاته کړې، چې د جبهې په منشور کې شته اصولو ته په پام، د هېواد له اوسني وضعیته د وتلو لپاره د طالبانو له مخالفو غورځنګونو سره د هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
یادې جبهې ویلي، چې د بېلابېلو سیاسي او مدني جریانونو په ګډون د ویانا په بهیر کې برخه اخیستل او همداراز د افغانستان له مقاومت جبهې سره همغږي د طالبانو په مخالفو جریانونو کې د دغې جبهې د فعالې ونډې ښکاره بېلګې دي.
د تېرکال په لېندۍ میاشت کې د طالبانو مخالفو مشهورو څېرو د «افغانستان د ژغورنې لپاره ملي شورا» په نوم یو سیاسي اېتلاف جوړ کړ.
مارشال دوستم، احمد مسعود، کریم خلیلي، عمر داوودزی، رحمتالله نبیل، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف، اسماعېل خان، تادین خان، صادق مدبر، صلاحالدین رباني او عطا محمد نور د دغه اېتلاف مهم کسان یادېږي.
یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان، او عبدالحق شفق د دې شورا نور غړي دي.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې خلاف یو شمېر جریانونه او غورځنګونه جوړ شوي دي.
په افغانستان دننه او بهر کې سیاسي ډلو په ځلونو له طالبانو څخه غوښتي، چې بینالافغاني مذاکرات پیل کړي، خو د دغې ډلې لهخوا رد شوي دي.