افغانستان انټرنشنل د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند یو سند ترلاسه کړی، چې ښيي د دغې ډلې مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یاد وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال په اداري جوړښت کې د نږدې ۹۰ زره بستونو د ختمېدو حکم کړی دی.
د دغه سند پر بنسټ، د طالبانو د پوهنې وزارت د ۹۰ زره کسانو د شمېر د کمېدو له حکم سره سم د ارزونې لپاره یو پلان چمتو کړی او په پام کې لري چې دا شمېر بستونه لهمنځه یوسي.
د طالبانو مشر په خپل حکم کې ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت جوړښت باید سملاسي د نوي چتر پر بنسټ تنظیم شي.
د هبتالله د نوې پرېکړې پر پليکېدو سره به د پوهنې وزارت لږترلږه ۳۵ زره او ۸۹۵ کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت ادعا کړې، چې ډېری ختم شوي بستونه «خالي» دي.
د وړاندې شوې طرحې له مخې، تدریسي، اداري او خدمتي بستونه، د تقاعد وړ کارکوونکي، له هېواده بهر د اسلامي زدهکړو بنسټونو ته وېشل شوي خالي بستونه او همداراز «د اسلامي زدهکړو په پروګرام کې غېرضروري بستونه» لکه پخلیکوونکي، د پخليکوونکي شاګرد، چای تیارونکی، خیاطان، سلمانان، خټګر، باغبان او نلدوانان د له منځهتلونکو بستونو په لومړيتوب کې دي.
د پوهنې وزارت په دې طرحه کې اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې به د استخدام بهیر ودرول شي.
د پوهنې وزارت د دغه پروګرام په چوکاټ کې د ځینو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې د جوړښت د تنظیم او د لګښتونو د کمېدو لپاره ۳زره او ۲۴۶ قراردادي بستونه ختم شوي دي.
ورته مهال، د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه اقدام د پایلو په تړاو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي ګوښه شوي کارکوونکي اعتراض وکړي او بهرنۍ ډلې له دې وضعیته ناوړه ګټه واخلي.
د یادونې ده، چې طالبانو د بودیجې د شدید کمښت له امله په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د پوځي او ملکي ادارو د تصفیې بهیر پیل کړی دی.
څو ورځې مخکې د طالبانو مشر ملا هبتالله د خپلو امنیتي ځواکونو د ۲۰ سلنې کموالي امر کړی دی.