د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۶۶ زره او ۲۹۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې صادراتو او وارداتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي.
په خبرپاڼه کې د صادراتو کچه ۵ زره او ۸۲۲ ټنه ښودل شوې او د دې صادراتو لویه برخه وچه مېوه، د انارو جوس، کینو او کچالو جوړوي.
یاد وزارت زیاتوي، چې له حیرتان بندر څخه ۵۰ زره او ۷۹۲ ټنه، له اقینې بندر څخه څلور زره او ۳۶۴ ټنه، له تورغونډۍ بندرڅخه اووه زره او ۶۱۲ ټنه او د خواف - هرات څخه درې زره او ۵۳۰ ټنه انتقالات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د احصايي او معلوماتو ملي ادارې بیا څو ورځې وړاندې په خپل میاشتنې راپور کې ویلي و، چې د تېر کال د ۱۱ میاشتو په پرتله په ۱۲مه میاشت کې له افغانستانه صادرات د ۴۴.۱ مېلیون ډالرو په ارزښت کم شوي.
د ۱۴۰۳ کال په کب کې له افغانستان تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته شوي دي.
دغه اداره وايي، د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې له افغانستان نه د ۱۰۰.۱ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۱۰۰۳.۱ مېلیون دالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۲ مېلیونو ډالرو په ارزښت او په کب میاشت پکې د ۴۴.۱ مېلیون ډالرو کموالی راغلی دی.
د احصايي او معلوماتو ادارې دغه راز زیاته کې، چې د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې افغانستان ته ۱۰۷۶.۲ مېلیونو ډالرو په ارزښت واردات شوي وو، خو په ورپسي میاشت کې بیا ۷۳.۱ مېلیون ډالر کم واردات شوي دي.
یادې ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، چین او پاکستان څخه کړي دي.
اخوا ایراني چارواکو بیا ویلي، چې په وروستيو کلونو کې چینایان او ازبکان په قوي ډول د افغانستان بازار ته داخل شوي دي.
دوی د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، چې که ایران جدي اقدام ونه کړي په دوو کلونو کې به له افغان مارکېټونو ایراني محصولات ورک شي.
که څه هم د نړۍ هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري.