د پاکستان پوځ د عامه اړېکو څانګه وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې یې پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې شپږ وسلهوال وژلي دي.
پوځ وايي، چې دغه وسله وال یې په شمالي او سوېلي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو څانګې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو لهخوا د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د یو لړ پوځي عملیاتو په لړ کې په نښه شوي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغې نښته کې پنځه وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په سوېلي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو په یو لړ نورو عملیاتو کې د ذبیح الله په نوم د وسلهوالو د یوې ډلګۍ مشر وژلی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې نوموړي د امنیتي ځواکونو په وړاندې په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ولسي وګړو په هدفي وژنو کې فعاله ونډه لرله.
خو پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري بیا ویلي، چې له نوموړي سره د هغه پنڅه نور ملګري هم په دغې نښته کې ټپیان شوي دي.
خراسان ډایري لیکلي، چې ذبیح الله د ۱۷ پاکستاني سرتېرو په وژنې تورن و، چې د تېرکال په ډسمبر میاشت کې یې پر یوې امنیتي پوستې د برید پرمهال وژلي وو.
که څه هم د پاکستان حکومت د ترهګرۍ او وسلهوالو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی؛ خو لاهم د پاکستان په لرو پرتو سیمو کې نا امني دوام لري.
له بل پلوه د پاکستان د سولې او مطالعاتو انسټییتوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په دې ورستیو کې په پاکستان او په ځانګړې توګه په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلهوالو بریدونه د پام وړ زیات شوي دي.