د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشر بېرستر سیف ویلي، چې ایالتي حکومت د دیني مدرسو لپاره ورکول کېدونکې دېرش مېلیونه روپۍ اوس ۱۰۰ مېلیونو ته زیاتې کړې دي.
نوموړی وایي، دغه پرېکړه د سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ په یوې غونډه کې شوې ده.
د هغه په وینا، د دیني مدرسو زدهکوونکي د پاکستان لویه پانګه ده او حکومت هڅه کوي چې هغوی ته د دیني زدهکړو تر څنګ د عصري زدهکړو اسانتیا هم برابره کړي.
بېرسټر سیف زیاته کړه:« دیني او عصري زدهکړې د وخت یوه مهمه اړتیا ده. موږ غواړو، چې زدهکوونکي د دیني زدهکړو تر څنګ د اوسني وخت اړتیاوو ته هم چمتو کړو».
د هغه په خبره، د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د ښوونځیو تر څنګ دیني مدرسو ته هم خپله پاملرنه ډېره کړې ده.
له دې سره هممهاله په خېبر پښتونخوا کې د دیني مدرسو او عالمانو پر وړاندې امنیتي ننګوونې هم خورا ډېر شوې دي.
نږدې دوه میاشتې وړاندې د اکوړه خټک دیني مدرسې دننه د یوه ځانمرګي برید له کبله د یادې مدرسې مشر مولانا حامد الحق او د هغه ځیني زدهکوونکي ووژل شول.
د خېبر پښتونخوا او پاکستان دننه پر ځینو مدرسو تورونه دي، چې سختدریځي او افراطي کسان روزي.
پر افغانستان واکمن طالبان چې د خپلو افراطي مفکورو له کبله یې له ښځو سربېره د ټولنې په بېلابېلو برخو کې سخت بندیزونه لګولي هم له دغو مدرسو فارغ شوي دي.