د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین نن پیل شو

۸ دقيقې مخکې

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې نن دوشنبه (د غوایي لومړۍ نېټه) د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي، چې د دغه کمپاین په لړ کې به ۱۱.۶ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د ګوزڼ ضد واکسینو ترڅنګ به ماشومانو ته د ویټامین A څاڅکي هم ورکړل شي؛ ترڅو د ماشومانو د بدن دفاعي سیستم غښتلی کړي او د سترګو دید په پیاوړي ساتلو کې مرسته وکړي.
خو له بل پلوه طالبانو په وروستي اقدام کې د کور په کور واکسین بند او پر ځای یې په جوماتونو کې د پولیو مرکزونه جوړ کړي.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرننشنل ته ویلي و، چې د طالبانو مشر پر واکسیناتورانو بندیز لګولی چې کور په کور به نه ګرځي.

دغه کمپیان داسې مهال پیلېږي، چې د امریکا اين پي ار رسنۍ تېره اونۍ راپور ورکړی و چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو وایرس د پراخوالي په حال کې دی.

په دغه راپور کې دا هم راغلي و، چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده؛ خو تېرکال بیا په افغانستان کې د پولیو ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د روغتیا نړۍوال چارواکي اندېښنه لري، چې ښایي د امریکا د پرمختیایي ادارې د مرستو درېدو سره دغه شمېرې لا پسې زیاتې شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان سر مشر ټېډروس اډهانوم ویلي: «د امریکا د تمویل ناڅاپي کمښت د پولیو د له منځه وړلو هڅې هم اغېزمنوي.»

نور خبرونه

رادیو