د پاکستان له لارې افغانستان ته ټرانزېټي تجارت ۸۴ سلنه کم شوی

۷ ساعتونه مخکې

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ښه کېدو سره د دغه هېواد له لارې افغان ټرانزېټ ۸۴ سلنه کم شوی او لامل یې هم د قاچاق پرضد هڅې او ټرانزیټي لارې د فشار په ډول کارول بلل شوي.

کارپوهان وايي، ښايي افغانستان د خپل ټرانزېټ لپاره ایران او منځنۍ اسیا ته مخه کړي.

له دې سره د پاکستان د ګمرک مالومات ښيي چې له افغانستان سره یې سوداګري له تېر جولای تر مارچ پورې ۲۷ سلنه ډېره شوې او ۱.۵۷۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د نیوز رپوټ وايي، افغانستان ته د پاکستان د صادارتو ۳۳ سلنه ډېرېوالی ښيي چې افغان بازارونو کې یې غوښتنه ډېره شوې ده.

په مقابل کې پاکستان ته هم د افغانستان صدادرات ۱۶ ډېر او ۵۲۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي چې مهم توکي یې مالوچ، مسالې او غله دانه ده.

ټرانزېټ کمېدل

د قزاقستان مرستیال لومړی وزیر له افغانستان سره سوداګري دوه برابره کول غواړي

خو هممهاله د پاکستان له لارې افغانستان ته ټرانزیټ سوداګري خورا کمه شوې او د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ له نومبر د ۲۰۲۴ تر نومبر له ۷.۴۸ میلیارد ډالرو نه ۱.۲ میلیارد ډالرو ته غورځېدلې ده.

د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ ترمنځ له جولای تر مارچ په نهو میاشتو کې هم دا سوداګري ۶۴ سلنه نوره غورځېدلې او له ۲.۳۳ میلیارد ډالرو نه ۸۳۶ میلیون ډالرو ته ټیټه شوې ده.

همدارنګه د پاکستان له لارې افغانستان ته کارګو توکي هم ۶۴ سلنه غورځېدو سره له ۲.۲۸ میلیارد ډالرو نه ۸۰۹ میلیون ډالرو ته ټیت شوي دي.

د پاکستان د نیوز رسنۍ د رپوټ له مخې، افغانستان ته د پاکستان له لارې د ټرانزیټي تجارت دا کمښت د قاچاق د مخنیوي او له دې لارو د اسلام اباد د ناوړه کارولو له امله ده.

کارپوهان وايي، په دغسې شرایطو کې افغانستان منځنۍ اسیا او ایران ته مخ اړوي او ور سره سوداګري پراخوي، چې ور سره پاکستان ته اوږدمهالې ننګونې پیدا کولی شي.

ایران او منځنۍ اسیا ته د افغانستان هیله

د ایران له لارې ترکیې او بیا اروپا ته له هرات د افغان توکو لېږدول

د طالبانو واکمنېدو پسې له ایران او منځنۍ اسیا په تېره ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره د افغانستان سوداګري ډېره شوې ده.

دې وروستیو کې د ایران له لارې افغانستان تر ترکیې او اروپا خپل توکي لېږدوي او هم د متحده عربي اماراتو په ګډون له نورو هېوادونو سره ټرانزیټي تجارت د اورګاډي له لارې کوي چې مالونه تر هرات ولایت رسوي.

تازه د قزاقستان مرستیال لومړی وزیر نن کابل ته رسېدلی او غواي له افغانستان سره سوداګري دوه برابره او درې میلیارد ډالرو ته ورسوي.

نوموړي ژمنه کړې چې له د تورغونډۍ - هرات - سپین بولدک د پټلۍ پروژې د لومړي پړاو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي، چې عملي چارې به یې له تورغونډۍ پیل شي.

سریک ژومانګارین ویلي، هېواد یې چمتو دی په هرات کې د لوژستیک او ترانسپورټ یوه ځانګړې کمپنۍ هم جوړه کړي، څو دغه پروژه نوره هم ګړندۍ شي.

تجارت له امنیت بېلول

د اسحاق ډار په مشرۍ پلاوی له طالب چارواکو سره

افغانستان ته د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو سوداګري ډېرېدل ښايي پاکستان ته هم د اندېښنې سبب وي.

سرچینې وايي، کابل ته د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر هم په همدې لړ کې و.

په دغو خبرو کې د طالبانو یوې ښکیلې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په تېرو درې نيمو کلونو کې کابل هڅه کوله چې اسلام‌اباد قانع کړي چې تجارت، ترانزیت او د خلکو تګ راتګ دې له امنیتي مسایلو سره نه تړي».

د دې سرچینې په خبره، تر دې مخکې د پاکستان پیغام تل دا و، چې امنیتي وضعیت ښه نه‌شي، په نورو برخو کې هم پرمختګ نه‌شي کېدای.

طالب چارواکي وایي، د پاکستان له‌خوا د وروستیو پیغامونو له مخې داسې برېښي چې له امنیتي ګیلو سره سره اوس سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي.

نور خبرونه

رادیو