د ایران د اورګاډو وزارت: افغانستان ته هره میاشت د ایران له لارې درې اورګاډي ځي

۵ ساعتونه مخکې

د ایران د سړک او ښار جوړونې وزارت مرستیال جبار ذاکري ویلي چې هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره ټنه مال، چې د درې اورګاډو له بار سره برابر دی، له ترکیې څخه د ایران له لارې افغانستان ته انتقالېږي.

نوموړي د اروپا ـ ترکیې ـ ایران ـ افغانستان د اورګاډي ترانزیټ په اړه ددغه هېواد ایلنا اژانس ته وویل چې ختیځ ـ لویدیځ دهلیز ډېر مهم دی او دا همغه پروژه ده چې ددوی مشرتابه هم ورته اشاره کړې ده.

هغه زیاته کړه: «له سرخس نه تر چشم ثریا پورې اورګاډي کرښه باید پوره شي او دا مهال تر خاوران پورې کرښه جوړه شوې، خو له خاوران نه تر تبریز فعلي تم‌ځای او له مرند نه تر چشم ثریا لا پاتې ده. د چشم ثریا د اورګاډي کرښه به موږ د ترکیې له لارې له اروپايي ستندرد پټلۍ سره وصل کړي».

ذاکري وویل چې له ترکیې سره پرېکړه شوې چې دواړه هېوادونه دا موضوع جدي وڅېړي.

له دې وړاندې د افغانستان د رېل پټلۍ پراختیا کنسرسیوم مسوول مصطفی رضایي ویلي و، چې تېر کال له خواف ـ هرات رېل لارې افغانستان ته ۶۰ زره ټنه صادراتي او ترانزیتي توکي انتقال شوي.

رضایي وویل چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له ایران څخه د شمتیغ سرحدي او رېلي بندر له لارې، چې د خراسان رضوي ولایت په خواف ولسوالۍ پورې اړه لري، ۶۰ زره ټنه صادراتي او ترانزیتي توکي افغانستان ته انتقال شوي دي.

د ۱۴۰۲ کال په لومړیو کې یوازې ۱۱زره او ۵۰۰ ټنه مال انتقال شوی و، چې اکثره یې د افغانستان د رېل پټلۍ د جوړولو توکي وو.

نور خبرونه

رادیو