د اغاخان بنسټ د فرهنګي برخې استازي صاحبزاده امانالله د طالبانو د هنر او کلتور معین او ددې ډلې دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ته د کابل په بالاحصار کې د یو شمېر نویو پلان شویو رغنیزو چارو د پیل په اړه معلومات ورکړل.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي اژانس د رپوټ له مخې، نن یکشنبه د غويي لومړۍ نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیقالله عزیزي، د ملي دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ملا حیاتالله لطیف او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاویو په ملتیا، د کابل تاریخي بالاحصار له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې ده.
باختر اژانس لیکلي چې د اغاخان بنسټ د فرهنګي برخې استازي صاحبزاده امانالله هم، په نږدې راتلونکي کې د بالاحصار په دننه کې د یو شمېر نویو پلان شویو رغنیزو چارو د پیل په اړه معلومات ورکړل چې د طالبانو مسوولینو له لوري یې ملاتړ شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر اېکسپاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ډلې د هنر او کلتور معین او د دفاع وزارت مرستیال د بالاحصار د برجونو، دېوالونو، پوځي ګودامونو او خونو د روانو رغنیزو چارو د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی، چې دواړه وزارتونه به د بالاحصار د رغنیزو چارو پر وړاندې خنډونه لرې کړي او تاریخي ارزښت او کلتوري افتخاراتو ساتنې ته به یې ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغوی د بالاحصار په لمنه کې د جوړ شوي فرهنګي او معلوماتي مرکز په اړه بحث کړی.
د طالبانو هنر او کلتور معین او د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال همدا رنګه ژمنه کړې چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ به د بالاحصار اړوند غصب شوي برجونه او تاریخي سیمې بېرته راوګرځوي.