طالبان په ۱۷ ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته ځمکې وېشي

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اقتصاد وزیر د داخلي او بهرنیو موسسو له استازو سره په ناسته کې ویلي، چې په شپږو ولایتونو کې یې د کډوالو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش چارې پیل کړې دي او په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم په پام کې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د کورنیو او بهرنیو «غیر امارتي» موسسو له استازو سره په ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې.

طالب وزیر له موسساتو غوښتي، چې « په ښارګوټو کې د کډوالو د دایمي استوګنې لپاره د کورونو جوړولو، د اوبو رسونې سیسټم په جوړولو، د څښاک اوبو څاګانو کېندلو، ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو، کلینیکونو په جوړولو او نورو ټولنیزو خدماتو کې فعاله ونډه واخلي».

د اقتصاد وزارت ویلي، چې دمګړی په کندهار، کندوز، روزګان، فاریاب، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې د شپږ ښارګوټو چارې بشپړې شوې او راستنو شویو کډوالو ته یې د ځمکو وېش پیل شوی دی.

همدارنګه دغه وزارت ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو چارې په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم دوام لري او ډیر ژر به د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړي.

طالبانو په داسې حال کې له مرستندویه موسسو څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دایمي استوګنې جوړولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې، چې په روان اپریل میاشت کې پاکستان له ۸۰ زره څخه ډیر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او ډیری کډوال په افغانستان کې د سرپناه نه لرلو او کاري فرصتونو د نشتوالي له اړخه اندیښمن دي.

نور خبرونه

رادیو