پخوانی افغان سفیر: د اسحاق ډار سفر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو د رغولو یوه هڅه ده

۱۳ ساعتونه مخکې

په اسلام اباد کې د تېر جمهوري نظام وروستي سفير نجيب الله علي خېل کابل ته د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير سفر ته په اشارې سره ویلي، چې د اسحاق ډار سفر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړيکو د رغولو یوه هڅه ده.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په تړاو سیمې خپل نوي تحرکات پېل کړي:«روسیې طالبان له تور نوملړه و اېستل او ایران هم فعاله دی. امریکا مسایل څاري؛ خو لومړیتوب یې نه دی.»

پخواني سفیر علي خېل ویلي، چې که په کور دننه او بهر متعادله لار خپله نشي؛ نو وضعیت به یو وار بیا د بې ثباتۍ او بهرنیو رقابتونو پر لور ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې سترې محکمې د تېرې پنجشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا په یوه غونډه کې چې د طالبانو استازي هم په کې ګډون لاره؛ د مسکو له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستلو سره هوکړه وکړه.

بل خوا تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د اړیکو بیا رغونې لپاره په یو ورځني سفر کابل ته رسېدلی و، ډار په کابل کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدنې ترسره کړې وې.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې څه موده وړاندې ترینګلې شوې وې؛ خو اوس یو وار بیا دغه اړیکې فعالې شوې او دواړه لوري له یو بل سره د ښو اړیکو په لرلو ټینګار کوي.

نور خبرونه

رادیو