د طالبانو د امر بالمعروف نهي عن المنکر وزارت وزیر محمد خالد حنفي په یوه غونډه کې وویل، چې د پوهنتون فارغان باید د دیني مدرسو طالبانو ته په سپک نظر ونه ګوري.
هغه دارنګه ټینګار وکړ، چې د دیني مدرسو زده کوونکي باید د لوړو زده کړو متخصصینو ته په سپکه سترګه ونه ګوري.
نوموړي دغه څرګندونې په یوه غږیز کلېپ کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا خپره شوې، کړې او زیاته کړې یې ده: «د کابل پوهنتون فارغان، ډاکټران، انجینران او متخصصین باید یو عالم ته په سپکه سترګه ونه ګوري چې له دیني مدرسې فارغ شوی وي.»
خالد حنفي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته د سیاسي فشارونو، د کار د تړلي چاپېریال او له طالبانو سره د فکري شخړو له امله ګڼ شمېر مسلکي او لوستي کادرونه له هېواده وتلو ته اړ شول.
څه موده وړاندې طالبانو د کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو ۱۶ تنه استادان د طالبانو له نظریاتو سره د مخالفت په خاطر له دندو ګوښه کړل.
د طالبانو په یوه رسمي لیک کې چې یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته هم رسیدلې وه، راغلي: «دا بدلونونه په تعلیمي ادارو کې د پروسو د ښه والي او روښانه کولو په موخه پلي شوي دي.»
په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه دیني او جهادي مدرسې جوړې کړې دي.
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه ډلې د پاکستاني مدرسو څخه د فارغ شویو طالبانو ته د عالي او نیمه عالي زده کړو سندونه ویشلي دي.