د بدخشان زیباک ولسوالۍ کې د ماین چاودنه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

۱۱ ساعتونه مخکې

په بدخشان کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وايي، د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

محمد اکرم اکبري وايي دا پېښه پرون د زیباک په ګلخاني کلي کې شوې ده.

باختر اژانس نن د محمد اکرم اکبري په حواله لیکلي، ماشومانو له کلي بهر موسمي سبزي شکوله چې ماین پرې وچاودېد.

د محمد اکرم اکبري په وینا دې ماشومانو له دې ماین سره لوبې کولې چې پرې وچاودېد.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې د پیښې قربانیان د څلورو کورنیو غړي دي.

ناچاودي ماینونه او نور توکي له تېرو جنګونو پاتې دي چې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې له خلکو قرباني اخلي.

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې په دغو پېښو کې یې خلک او په ځانګړي توګه ماشومان وژل کېږي.

نور خبرونه

رادیو