د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د قزاقستان او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا څېړنیزه ناسته کړې ده.
د طالبانو د یاد وزارت لهخوا په خپاره شوي ویډیویي پېغام کې ویل شوي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، سوداګرۍ اوسیمهییزو همکاریو د پراخېدو په هکله بحثونه شوي دي.
په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو سربېره په کابل کې د قزاقستان سفارت ډېپلوماټانو او د یاد هېواد د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر جکین توکوموف هم ګډون کړی و.
نوموړي په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې قزاقستان چمتو دی؛ څو له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
طالبانو په دې ناسته کې ویلي، چې له قزاقستان سره د ټرانزیټ او سیمهییز اتصال په برخه کې د پام وړ فرصتونه رامنځته شوي دي.
دوی دغه وضعیت د دوه اړخیزو اړیکو لپاره نوی فصل بللی دی.
طالبان داسې مهال له قزاقستان سره د اړیکو په پراختیا بحثونه کوي، چې دغې ډلې له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.
د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یوازې تاجکستان دی، چې د طالبانو استازي یې په خپل هېواد کې نه دي منلي او لا هم یاد هېواد د مخکني جمهوري نظام له ډېپلوماټانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړی دی.
طالبان که څه هم هڅې کوي، چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي؛ خو د دغه ډلې سختدریځي چلند او په کور دننه ګڼ بندیزونه د دغو اړیکو په پراخېدو کې لوی خنډ دی.
طالبان د خپلو سختدریځو مفکورو له کبله د نړۍ له پامه غورځېدلي او ډېری هېوادونه ورسره نه یوازې دا چې رسمي اړیکې نه پالي؛ بلکې په بېلابېلو برخو کې ورسره له همکاریو هم ډډه کوي.