له پاړه چنار څخه پېښور ته په تلوونکي کاروان بريد کې ٣ تنه وژل شوي

۱۰ ساعتونه مخکې

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د کورمې په بگن سيمه کې له پاړه چنار څخه پېښور ته په روان کاروان ناپېژاندو وسله والو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر لادرکه دي.

په راپور کې راغلي، چې له پېښې وروسته په شاوخوا قبایلي سیمو کې د خلکو له خوا لاریونونه پیل شوي دي.

د کورمې سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د مساپرو دغه کاروان د بګن دادقمر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو، چې نامعلومو وسله والو پرې برید وکړ.

هغه وايي، چې د دغه برید له امله د طاهر حسین، صفر علي او مرزا حسین په نومونو کسان وژل شوي او نور د شپې تر ناوخته لادرکه وو.

د کورمې ولسوالۍ کمېشنر عامر نواز وویل، چې د وژل شویو کسانو جسدونه یې پاړه چنار ته لېږدولي او له هغه ځایه یې د دوی خپلوانو ته سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او ژر به یې پایلې شریکې کړي.

بلخوا د وژل شویو کسانو خپلوانو ویلي، چې دغه کسان پېښور ته د خپلو پاسپورټونو د نوي کولو لپاره روان و، او غوښتل یې چې د پاسپورټونو له نوي کولو وروسته له هېواده بهر د مزدورۍ لپاره لاړ شي.

قبایلي مشر حاجي امداد علي په یوې خبري غونډه کې پر چارواکو نیوکه وکړه، چې حکومتي چارواکي د ژغورنې په کاروانونو کې سوداګریزو لاریو د تېرولو لپاره بډې اخلي.

د یادولو وړ ده، چې د کورمې ولسوالۍ لویه لاره د پښتونخوا له نورو سیمو سره له هغه مهال راهیسې تړلې، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د بګن په سیمه کې په یوه کاروان برید کې ۵۰ تنه ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو