په شمالي وزیرستان کې طالبانو د ایالتي وزیر مېلمستون سوځولی

۲۰ ساعتونه مخکې

وسله‌والو طالبانو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د ایالتي وزیر محمد اقبال وزیر مېلمستون ته اور اچولی.

دا پېښه د شمالي وزیرستان په شیوا تحصیل کې شوې ده.

طالبانو ویلي، دا اقدام یې د خپل یوه جنګیالي د کور د سوځولو په غبرګون کې کړی دی.

محلي سرچینې وایي چې د یاد جنګیالي کور دوه ورځې وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا په داري خېل کلي کې سوځول شوی و.

د دغو پېښو له رامنځته کېدو وروسته، د سیمې کابل خېل قبیلې یوه نارسمي جرګه راغوښتې چې ویل کیږي ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځوانانو پکې ګډون درلود.
دوی د تاوتریخوالي او کور سوځولو د مخنیوي غوښتنه کړې.

د محمد اقبال وزیر په میلمستون کې هر کال د اګست ۱۴ مې جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده او له خلکو سره به یې وخت ناوخت دلته لیدنې کتنې کولې.
نوموړی د عمران خان د تحریک انصاف ګوند غړی دی.

د پیښې په تړاو تر دې دمه حکومتي چارواکو رسمي غبرګون نه دی ښودلی

نور خبرونه

رادیو