د کرېکټ د نړیوالې شورا یوه ویاند ویلي، د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې لپاره د خپل مالي ملاتړ د پلان عملي کولو کې د هندوستان کرېکټ بورډ، د اینګلینډ او ویلز او د اسټرالیا د کرېکټ اداره مرسته کوي او د افغان کرېکټ بورډ بودیجه نه کموي.
د کرېکټ د نړېوالې شورا یوه ویاند ISPNcricinfo رسنۍ ته تایید کړي، چې د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره به له ځانګړي صندوق کیږي او د کرېکټ نړیواله شورا به د افغان کرېکټ بورډ کلنۍ بودیجه نه کموي.
نوموړي ویلي، چې افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو ته د ځانګړې صندوق په مالي ملاتړ کې روزنه او مشوره ورکول هم شامل وي.
تېر کال د کرېکټ نړیوالې شورا ته وړاندیز شوی و، چې د افغانستان د کرېکټ بورډ د کلنۍ بودیجې یوه برخه د ښځینه کرېکټ لوبډلې لپاره بېله شي، خو دا پلان عملي نه شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ د نړیوالې شورا یواځینی بشپړ غړي دی چې ښځینه لوبډله نه لري.
پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له امله افغان کرېکټ بورډ نه شي کولی، چې د ښځو لوبډله جوړه کړي.
د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبغاړي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده ووتلې او د اسټرالیا په ګډون په ځینو نورو هېوادونو کې اوسېږي.
د کرېکټ نړیوالې شورا تېره اونۍ په زیمبابوې کې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د مالي ملاتړ پرېکړه وکړه، خو د افغان ښځینه کرېکټ لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا سره کوم رسمیت نه لري.
سره له دې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د تېرو څو کلنو راهیسې ډیرې لاسته راوړنې لرلس، خو یو شمېر بهر مېشتو افغانانو په ګډون د اینګلنډ د پارلمان غړو او یو شمېر نورو سیاسیتوالو هڅې وکړي، چېد کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان د نارینه وو پر لوبډله بندیزونه ولګوي، خو بریالي نه شول.
د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په غبرګون د اینګلنډ او اسټرالیا لوبډلې له افغانستان سره د کرېکټ نړېوالې شورا له رسمي لوبو پرته نورې ټولې لوبې لغوه کړي.