پاکستاني طالبان اوس د سیمې تر څنګ په نړۍوال ګواښ بدلېدونکي دي

۲ ورځې مخکې

د انټرنشنل پاليسي ډاېجیسټ څېړنیزې ویب‌پاڼې له‌خوا‌ په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي، چې د امریکا د استخباراتي ارزونو له مخې اوس د «ټي ټي پي» وسله واله ډله د سیمه ییز ګواښ پر ځای په نړۍوال ګواښ بدلېدونکې ده.

د امریکا د استخباراتي ټولنې د ۲۰۲۵ کال د ګواښ ارزونې په راپور کې د پاکستاني طالبانو تحریک د «راتلونکې احتمالي ګواښ» په توګه یاد شوی، چې دلیل یې له القاعده شبکې سره د دغې ډلې پراخېدونکي اړیکې او له سوېلي اسیا څخه بهر د عملیاتو د جغرافیې غځیدل ګڼل شوي‌ دي.

په مقاله کې راغلي، چې د «ټي ټي پي» غړو په کونړ ولایت کې له القاعده ډلې سره ګډ روزنیز پروګرامونه ترسره کړي دي.

همدا راز ویل شوي، چې طالبانو په کابل له بیا ځل واک ته رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو ته خوندي پناه ځایونه ورکړي، د خوندي تګ راتګ لارې یې ورته برابرې کړې، او ان وسلې یې ورته ورکړې، چې د دغې ډلې د بیا فعالیدو لامل شوې دي.

مقاله کې وړاندې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو هم تایید کړې چې پر ډیورنډ کرښه د «ټي ټي پي» د روزنې اوه روزنیز کمپونه شته چې په کې امریکایي وسلې هم کارول کېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې «ټي ټي پي» ډله په پاکستان کې د ۴۸ بریدونو مسووله ګڼل شوې، چې په کې یو ځانمرګی برید هم شامل و.

دغه برید په اسلام ‌اباد کې شوی و، چې شپږ کسان په کې وژل شوي وو.

د انټرنشنل پاليسي ډاېجیسټ په وینا، دا کړکېچ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي، هوایي بریدونو او توغندیزو نښتو لامل شوې.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې، د دواړو لوریو ترمنځ نښتو لږ تر لږه ۱۲ امنیتي کسان ووژل.

مقالې همدا راز په واشنګټن کې د‌ پاکستان د سفیر له خولې لیکلي: «موږ د خپلې وینې بیه ورکړې، خو نړۍ سترګې پرې پټې کړې دي». 

مقاله کاږي، له ۲۰۰۱ راهیسې پاکستان کې له ۸۰ زرو څخه زیات کسان وژل شوي او ۱۵۰ میلیارده ډالره اقتصادي زیان یې لیدلی.

مقاله کې دېته هم اشاره شوې، چې د اروپا استخباراتي ادارې هم د «ټي ټي پي» فعالیتونه له نږدې څاري. د جرمني استخباراتي ادارې (BND) خبرداری ورکړی، چې دغه ډله هڅه کوي له اروپايي هېوادونو په تېره بیا د پاکستان د کډوالو له ټولنو څخه ځانته غړي جذب کړي.

مقالې په ډاګه کړې، چې یو شمېر سوېډني وګړي هم د دغې ډلې تر چتر لاندې د روزنې لپاره افغانستان ته تللي.

د مقالې د معلوماتو له مخې، د امریکا د خزانې وزارت په دوبۍ کې د درېیو داسې حواله‌ کوونکو یا صرافانو پر ضد د بندیزونو ارزونه کوي چې د «ټي تي پي» د مالي ملاتړ شک پرې کېږي. همداراز په واشنګټن کې یوه قانوني مسوده تر بحث لاندې ده چې د‌ پاکستاني طالبانو ډله د بهرنیو ترهرګو په نوملړ کې ثبت شي. له دې سره به د دغې ډلې مالي او د سفرونو اړوند ازادۍ محدودې شي.

له ډان ورځپانې سره د پاکستان د‌ پوځ مشر عاصم منیر مرکې ته اشاره شوې ده. هغه ویلي و: «موږ مخکې هم د دوی شبکې ړنګې کړې وې، خو بیا سره راټول شوي دي».

مقاله په پای کې کاږي نړۍ باید د «ټي ټي پي» د پراخیدونکي ګواښ په تړاو چوپه خوله پاتې نه شي،‌ ځکه چې په خبره یې دغه ډله اوس په دې هڅه کې ده، چې د نړۍ په کچه خپل فعالیتونه پراخ کړي.

نور خبرونه

رادیو