د پاکستان مرستیال لومړی وزیر وايي په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ځي

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې د پاکستان مرستیال لومړی وزیرهم دی، وايي،په نږدې ورځو کې به کابل ته سفر وکړي چې له طالبانو سره اړیکې لا ښې کړي.

اسحق ډار د هنګري د بهرنیو چار له وزیر پیټر سیجارتو سره نن پنجشنبه تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې دوی د سیمې او نړیوال وضعیت، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچینې وايي، ټاکل شوې چې ډار د اپرېل پر ۱۹مه نېټه کابل ته په یوه ورځني سفر لاړ شي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او نورو مشرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د ۲۴ ټلویزیوني شبکې د رپوټ له مخې، اسحاق ډار ویلي: « د چمتووالي غونډې روانې دي او هیله ده چې په څو ورځو کې به کابل ته د یوه ورځني سفر لپاره لاړ شم، څو دا څو کلن بن‌بست ختم کړو».

یاده شبکه وايي، ډار به د شنبې په ورځ کابل ته لاړ شي.

پاکستان په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له درېو رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و او تور پرې و چې د ناټو پر ضد د طالبانو د یاغیګرۍ ملاتړ یې کاوه، خو له۲۰۲۱ راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د دواړو اړخونو اړیکې ترینګلې شوې.

پاکستان پر طالبانو تورلګوي، چې د ټي ټي پي او نورو پاکستاني جنګیالیو ملاتړ کوي، خو د طالبانو حکومت او چارواکي دا تورونه ردوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک هغه لویه ستونزه ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې ترینګلې کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په خبري ناسته کې د هنګري د بهرنیو چار وزیر پیټر سیجارتو د پاکستان دترهګرۍ ضد جګړې ستاینه وکړه او د افغانستان اړوند جدي امنیتي ګواښونه، لکه ترهګري او ناقانونه کډوالۍ یې یاد کړل.

نور خبرونه

رادیو