طالب پلاوي له پاکستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټي همکاریو او کډوالو په اړه بحثونه وکړل

۲ ساعتونه مخکې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې د دغې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر جام کمال خان په مشرۍ دوه اړخیزه ناسته کې د سوداګرۍ، شته ستونزو، احتمالي حل لارو او د کډوالو د ایستلو په اړه بحثونه وکړل.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ ۱۶ کسیز پلاوی د پاکستان د سوداګرۍ وزرات په رسمي بلنه تېره ورځ اسلام اباد ته ولاړ.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي، چې د نورالدین عزیزي په مشرۍ طالب پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر جام کمال خان په مشرۍ پلاوي سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټي همکاریو، شته ستونزو، د احتمالي حل لارې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې له دې ناستې وروسته به د دواړو لوریو تخنیکي ډلې د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړو او حل لارو په تړاو هم ژور بحثونه وکړي.

په یاده ناسته کې د طالبانو د کډوالو وزارت معیین کلیم الرحمن فاني د افغان کډوالو د اوسني وضعیت او د هغوی د جبري ایستلو په اړه هم خبرې کړې دي.

نوموړي په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو خواشیني ښودلې او یلي یې دې، چې پاکستان باید د افغانانو د څلویښت کلن کوربه توب ښه نیت خراب نه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان دې د افغان کډوالو بېرته ستنول په پړاوونو، باعزته او د انساني کرامت په نظر کې نیولو سره ترسره کړي.

په اسلام اباد کې د طالب او پاکستاني پلاوي دغه ناسته په داسې حال کې کیږي، چې تېره ورځ د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ پاکستاني پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د همغږۍ ګډې کمیټې په ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړېکو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه خبرې وکړې.

نور خبرونه

رادیو