طالبانو په ارزګان کې ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو لپاره عام خلک وربللي

۳ ورځې مخکې

په ارزګان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره له عامو خلکو غوښتي، چې ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو پر مهال د نندارې لپاره ورشي.

د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چار شنبې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې سبا په د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۱۵ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې سزا ورکوي.

یاد ریاست په دې خبرتیا کې له عامو خلکو غوښتنه کړې، چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو د نندارې لپاره په ترینکوټ ښار کې ورزشي لوبغالي ته ورشي.

طالبانو له عامو خلکو غوښتنه کړې، چې د ورتګ پرمهال دې د هر ډول تلیفون او کامرې له وروړلو ډډه وکړي.

له ترینکوټ ښار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ښار په یو شمېر جوماتونو کې او هلته د سیمه ییزو راډیوګانو له لارې هم ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو په تړاو نندارې ته د عامو خلکو د وربللو اعلانونه کړي دي.

سره له دې چې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدنې سزاګانو ورکولو اقدام د نړیوالو بشري بنسټونو له لوري سخت غندل کیږي، خو دغه ډله وايي، پر مجرمانو "شریعت" پلی کوي او د پند اخیستلو لپاره عام خلک هم وربولي.

طالبانو تېره اونۍ په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.

د طالبانو دغې کړنې ته د فرانسې، یوناما او اروپايي اتحادیې په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ ګڼو بنسټونو سخت غبرګون وښود.

نور خبرونه

رادیو