د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا د طالبانو لهخوا د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د دفترونو تړلکېدو ته په اشارې وايي، چې دا ډله د تعامل اهل او اصلاح منونکې نه ده.
نوموړي د طالبانو رژيم پرځېدل د حللاره بللې او حکمتيار ته یې بلنه ورکړې، چې د دغې ډلې پر ضد له ازادۍ جبهې سره يوځای شي.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار د دوشنبې په ورځ یو مکتوب خپور کړ، چې پهکې د طالبانو د عدلیې وزارت لهخوا د اسلامي حزب مشر د دفتر تړلکېدو، د هغه د کارکوونکو نیولکېدو او د دفترونو د تجهیزات د ضبطېدو امر شوی دی.
په دغه مکتوب کې راغلي، چې اسلامي حزب د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د لغوه کېدو سربېره، خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
ضیا د د دوشنبې ورځ په سالنګ کې د خپلو قوماندانانو او ځواکونو د وژنې د دویمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې ادعا وکړه، چې «د طالبانو واکمني ختمېدو ته نږدې شوې ده.»
د ازادۍ جبهې مشر په دې ټینګار سره چې څلور کاله د طالبانو د پېژندلو لپاره کافي وخت و، وويل: «طالبان د اصلاح منونکي نه دي. موږ باید د دوی په رژیم کې د بدلون یا اصلاحاتو تمه ونه لرو.»
هغه د پاکستان د برخلیک په اشارې چې له طالبانو یې ملاتړ کړی، وويل چې د سيمې هېوادونه باید له طالبانو ملاتړ ونهکړي.
نوموړي په دې تړاو زیاته کړه: «طالب د هېچا ملګری نهدی. هر چا چې دې ډلې ته ډېرې پيسې ورکړي، له هماغه سره یوځای کېږي.»
ضیا ویلي، چې د جمهوري نظام په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان له خاورې څخه د سيمې پر هېوادونو هېڅ بريد نه دی شوی، خو په تېرو څلورو کلونو کې د سیمې په ټولو هېوادونو کې بریدونه شوي، چې سرچینه یې له افغانستان دی.
یاسین ضیا د خپلې وینا په یوې برخه کې وايي، چې له طالبانو څخه د داعش د ځپلو لپاره د هېوادونو تمې ناسمې دي او په وینا یې، «طالبان او داعش د یوې سکې دوه اړخونه دي. نړۍ باید له طالبانو څخه دا تمه ونه کړي چې له داعش سره به مبارزه وکړي.»
د یادونې ده، چې د ازادۍ جبهې نن (دوشنبه) د احمد مسعود، یونس قانوني او یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون انلاین غونډه ترسره کړې ده.
دا غونډه د ۱۴۰۲ کال په سالنګ کې د طالبانو د برید په ترڅ کې کې د اکمل امیر په ګډون د نوموړې جبهې د اووه غړو د وژلکېدو کلیزې په مناسبت جوړ شوې ده.