طالبانو په غور او غزني ولایتونو کې د «لواطت» په تور څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کسانو څخه دوه تنه یې د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې په څه باندې یوې - یوې میاشتې تنفیذي بند او ۱۵-۱۵ دُرو محکوم شوي و.
د خبرپاڼې له مخې، په غزني ولایت کې دوه نور کسان چې هم په دُرو وهل شوي، یو یې په اتو میاشتو تنفیذي بند او شلو دُرو او بل یې په شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۱۵ دُرو محکوم شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر یادو څلورو کسانو سربېره په تېره یوه اوونۍ کې شل کسان په خوست، جوزجان، میدان وردګو، سرپل او فاریاب ولایتونو کې په عام محضر کې په دُرو وهلي او په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې یې څلور تنه نور د قتل په تور اعدام کړي دي.
طالبان دغه سزاوې د خپل مشر هبتالله اخوندزاده په امر عملي کوي.
څو ورځې وړاندې هم د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما په خپلو خپرو کړو اعلامیو کې په افغانستان کې د اعدامونو دوام غندلي او د دې سزاوو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د دې غوښتنو په ځواب کې بیا د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریځ «نامنصفانه او حیرانوونکې» بللې ده، چې قصاص یې د انساني کرامت خلاف چاره بللې وه.
طالبان وايي، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅ بهرنی لوری د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»