د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، د واکسین لګولو سره د ماشومانو مړینه په ۱۹۹۰ کې له ۱۱ ملیون څخه په ۲۰۲۲ کې ۴.۵ ملیونو ته راټیټه شوې ده.
د ټیډروس ادهانوم په وینا، دا احصایه په تیرو دریو لسیزو کې د ماشومانو په مړینه کې ۵۵ سلنه کمښت څرګندوي.
تر دې مخکې د روغتيا نړيوال سازمان د ماشومانو د روغتيا په برخه کې د ورو پرمختګ په اړه اندېښنه ښودلې وه او اعلان يې کړی و، چې په وروستيو کلونو کې د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو د ښه والي بهير ته پام نه دی شوی او په پايله کې به ۵۹ هېوادونه ونه شي کولای چې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړينې د کمولو د دوامدار پرمختګ هدف ترلاسه کړي.
دغه نړيوال سازمان اوسنيو حالاتو ته په ټينګار سره د روغتيايي خدمتونو د کچې د لوړولو او د ماشومانو او تنکيو ماشومانو لپاره د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو لپاره بېړني قدام غوښتنه وکړه.
د دغه سازمان د راپور له مخې، ساري ناروغۍ لکه سخت تنفسي انتانات، اسهال، ملاریا، له وخت مخکې زیږون د اختلاطاتو سربیره، د زیږون په وخت کې ساه لنډي او په پایله کې ټپونه لا هم د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې د مړینې اصلي لاملونه دي.
په همدې حال کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه پکې د اندېښنې وړ ده.
د روغتیایی خدماتو پراخه نشتوالی، د اغیزمنو روغتیایی زیربناوو نشتوالی، اوږدمهاله فقر او لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته د کورنیو نه لاسرسی د دې بحران له مهمو عواملو دی.
سربیره پردې، د ښځو په وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه، په ځانګړې توګه طبي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې، د میندو او ماشومانو روغتیا جدي ګواښي او په دې زیانمنه ډله کې د مړینې د زیاتوالي لامل شوی.
د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په طبي برخو کې د ښځو پر زدکړو د بندیزونو پر لګولو نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که دغه بندیزونه دوام وکړي، سږ کال به تر ۵۰۰۰ ډېرې میندې او ماشومان مړه شي.
دغه اداره وايي، د بندیزونو دوام به د لږ تر لږه ۱۶۰۰ میندو او ۳۵۰۰ ماشومانو د مړینې لامل شي.