پاکستاني رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې په جلا پېښو کې د ۲ دولتي کارکوونکو په ګډون ۵ تنه وژل شوي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ خبر ورکړی، چې په جلا، جلا پېښو کې په خیبرپښتونخوا کې د دوو دولتي کارکوونکو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې پولیسو ویلي، چې د اېکسایز او مالیې څانګې دوه کارکوونکي د وسله‌والو له‌خواپه ډزو وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، د دغه دوو کارکوونکو ترڅنګ یو موټر چلوونکی هم هغه مهال ووژل شو؛ کله چې د شپې په شاوخوا دوو بجو ناڅرګنده وسله‌والو په نوشهره ولسوالۍ کې پرې ډزې وکړې.
د دغې رسنۍ په یو بل خبر کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې دوه تنه وسله‌وال وژل شوي او یو بل یې په ټپي حالت کې ژوندی نیول شوی دی.

د پولیسو په وینا، دغه کسان د پاکستاني طالبانو ملګري دي چې په توی خوله کلي کې یې د کلي د یوه پولیس پر کور د برید پلان لاره؛ خو دواړه د پولیسو په ډزو کې ووژل شول.
په خیبرپښتونخوا کې د شته امنیتي اندېښنو سره، سره تازه په پاکستان کې د ګل بهادر طالبانو تحریک، د پاکستان لشکر اسلام او اسلامي‌انقلاب غورځنګ وسله والو ډلو په ګډه د «پاکستان اتحاد المجاهدین» په نوم وسله واله ډله اعلان کړه.
نوې جوړې شوې ډلې له نورو «جهادي» ډلو هم غوښتي، چې د دوی له نوي‌ حرکت سره يو ځای شي.
هاخوا بیا وسله‌والو د بلوچستان ایالت د خاران ولسوالۍ په مسکان کلات کې پر یوې پوستې برید کړی.
یوې سیمه‌ییزې سرچینې خراسان ډایري ته ویلي، چې دغه وسله‌والو په پوسته کې شته پرسونل وهلي ټکولي او ځیني تجهیزات او وسلې یې هم له ځان سره وړې دي.

نور خبرونه

رادیو