د پاکستان د اورګاډي اداره وايي، د خوشال خان خټک اکسپریس به ډیر ژر بیا فعالیت پیل کړي

پرون

د پاکستان د اورګاډي اداره وايي، د خوشال خان خټک اکسپرېس په نوم اورګاډی به د ډیره غازي خان او ملتان ترمنځ د اپرېل پر ۱۶ خدمات بیا پیل کړي.

د پاکستان راډیو د دغه هېواد د اورګاډي ادارې له قوله وايي، د روانې میاشتې له څلورویشتې به د کراچي او پېښور ترمنځ هم د خوشال خان خټک ایکسپریس اورګاډي خدمات پیل شي.

د پاکستان د اورګاډي اداره په داسې حال کې د ډیره غازي خان ـ ملتان او کراچي پېښور ترمنځ د خوشال خان خټک اکسپریس د فعالیت پیلدو په اړه خبر ورکړی، چې تېره میاشت له کوټې پېښور ته تلونکي اورګاډي باندې د بلوڅ ازادۍ پوځ له لوري برید وشو او په یاد برید کې یې یو شمېر کسان له دوو ورځو یرغمل کېدو وروسته ووژل.

نور خبرونه

رادیو