ډېپلوماتیکو سرچینو جیو نیوز ته ته ویلي، د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د وسله والو له خوا اته پاکستاني موټر مستریان په ډزو وژل شوي دي.
د ایراني رسنیو د رپوټ له مخې، د ډزو پېښه د افغانستان پولې ته څېرمه په مهرستان ولسوالۍ کې په یوه ورکشاپ کې شوې ده.
سرچينو زياته کړې، چې ايراني چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
دوی زیاته کړه، چې د قانوني مراحلو بشپړولو وروسته به د وژل شویو مستریانو جسدونه پاکستان ته ولېږدوي.