که د اسیا او افریقا اقلیمي نقشه وګورئ، نو د چین له سهیل- لویدیځ او هندوستان له شمال- لویدیځه رانیولې، بیا تر افغانستان، ایران منځني ختیځ او د افریقا تر شمال پورې به مو پام یوې وچې، کمورښته او وچې جغرافیا ته ورواوړي.
د دې جغرافیا سیزونکي لمر به د لرغونیو انسانانو، چې په زمکو کې یې کار کاوه، د سر پوستکی سیزه، نو اړتیا وه، چې یوه نرمه ټوټه له سره تاو کړي، همدا د لونګۍ تړلو خورا لرغونی او بنسټي و تاریخي لامل دی. د فرهنګي و تاریخي بشرپېژندنې ټول پوهان په دې باور دي، چې جامې او د هغو نور اړوند توکي له اقلیمي اړتیا څخه رامنځته شوي او روسته یې فرهنګ ته لاره ایستلې ده.
لونګۍ ته په پښتو پټکی،په پارسي دستار او دولبند، په عربی عمامة (imāma )، په انګریزي و فرانسوي Turban په روسي тюрбан (tyurban)، په تورکي sarık ، په هندي او اردو پګړي पगड़ी (pagṛī)، په پنجابي پګ ਪੱਗ (pagg) وايي.
له سره دغه تاوېدونکې ټوټه زرګونه کاله زوړ تاریخ او د کارېدنې یوه ډېره پراخه جغرافیا لري، چې د هند و چین له شولګرو زمکو رانیولې د افریقا په شمال کې تر روستۍ لویدیزې څنډې پورې په بېلابېلو بڼو، اندازو، رنګونو او ځانګړنو سره تړل کیږي. د هېڅ کوم ولس ځانګړی فرهنګ یا د هېڅ کوم دین یا عقیدې ځانګړې جامه نه ده. له لرغونیو زمانو څخه به په بېلابېلو ولسونو کې د شتمنو غټې، نفیسې او نوې لونګۍ وې او د بېوزلو به زړې و ورستې. له هرچا سره به چې بل انسان مخامخېده لومړی به یې سر ته پام شو، د نوې او غټې لونګۍ په لیدو به پوه شو، چې شتمن دی او که به یې زړه و ورسته و ریتاړې ریتاړې ټوټه له سر څخه تاو کړې وه، نو خامخا به بېوزله او د ټيټ ټولنیز پوړ وګړی ښکارېده. په فرهنګ کې نښې (Symbols) همداسي قراردادیږي. په هندوستان کې له خورا زړې زمانې څخه شاهانو د تاجونو تر څنګ پګړۍ هم په سر کولې، کله به چې دوښمن بریالی شو او مخالف پاچا به په ګوتو ورغی لومړی به یې پګړۍ ترې وغورځوله او په دې توګه به بېپګړۍ پاچا سرتور او بېعزته شو. پخوانیو واکمنو، شتمو یا بادارانو به چې خپلو مرییانو یا کاریګرو ته جزا ورکوله نو له سر تاو کړې ټوټه به یې ترې واخیسته او لوڅ سره به یې تر سره لمر لاندې کار ته اړ ایست او دا لویه جزا وه، ځکه نو د لونګۍ لرې کول ورو ورو د خوارۍ، جزا او بېعزتۍ نښه وبلل شوه. د تاریخ په اوږدو کې د اقلیمي اړتیا له مخې د ښځمنو لپاره په سرکړې ټوټه (ټیکری) او د نارینهوو لپاره له سره تاو کړې ټوټه (لونګۍ) په ارزښت او روسته بیا په ناموسي و حیثیتي جامو بدل شول. د عربو چلتار هم د همدې اړتیا بله بڼه ده، د سختې ګرمۍ له کبله ګڼو سامي قبیلو چې پوونده، اوښبانه یا په بیدیاوو کې مزلکوونکي وګړي وو، د لمر له سیزنده وړانګو او بیاباني شګو به یې خپل سر په یوه نرمه سپینه یا بل رنګ ټوټه پټاوه او د دې لپاره چې د بیديا باد یې ترې یونهسي، د خپل سر په اندازه به یې یوه منجوله پرې کېښوده او په دې توګه به یې ټوټه په سر کلکه شوه، ځینو به همدا ټوټه لږه اوږده نیوله، یوه برخه به یې پر سر راهواره کړه او پاتې برخه به یې له سره د منجولې په بڼه تاو کړه، چې ټینګه شي دا د چلتار او لونګۍ یوه ګډوله (مختلطه) سرجامه وه. پټکی د بېورښته سیمو له وچ یخ څخه د سر د ژغورنې لپاره هم ښه و، ځکه خو دا جامه د اوړي و ژمي لپاره کارېده او د پرلپسې کارېدنې و تکرار له امله د جامو د فرهنګ یوه برخه شوه. هره هغه انساني اړتیا چې د پرلپسې تکرار له امله سېمبولیک ارزښت ومومي فرهنګ ته ننوځي.
د پنجابي سکهانو لسم او روستني ګورو (ګورو ګوبیند سینګهـ ) ، چې په اوولسمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه، د سیکهانو لپاره پینځه سنتونه لازمي وګرځول، دوی به ویښتان نه لنډول او د دې لپاره چې اوږده سره پېچلي ویښتان خوندي کړي، نو ځانګړې پګړۍ یې په سر کولې، دغه پګړۍ د اوږدو ويښتانو د پوښلو لپاره یوه اړتیا وه، چې ورو ورو په یوه مذهبي توکي (عنصر) بدله شوه او درناوی یې وموند.
هیندوستاني مرهټهوو هم خپلې ځانګړې کوشنۍ پګړۍ لرلې، هغه تصویرونه او مجسمې چې د اوولسمې پېړۍ د مرهټهيي واکمن شیواجي بوسله (چاتراپاتي شیواجي) پاتې دي، ښيي چې مرهټهوو له دیني او فرهنګي پلوه پګړۍ مهمه او د عزت نښه ګڼله.
تر اسلام وړاندې په جاهلي زمانه کې عرب مېرمنو هم ځانګړې عمامې په سرکولې، چې بېلابېل رنګونه یې لرل.
بلوڅانو کټ مټ د پښتنو په شان لونګۍ تړلې، توپیر یې دا و، چې د هغوی دپګړيو زوړنده شملې به له دواړو اړخونو راپرتې وې او بېرته به یې په سر کې ټومبله چې ( مول) ورته وايي.
د پښتنو لرغونیو ټبرونو له بېلابېل اقلیم سره بېل بېل سرخولي (سرجامې) لرلې. تیشخولي ساکان د خپلو تېرو تیشهیي خولیو په نوم مشهور ول. هغه برخه ساکان چې ساکستان – سیستان ته راغلي ول، لونګیو ته ورته څه یې اغوستل چې د خورا نازکو ململ په شان ټوټو څخه یې جوړول او له سر یې تاوول. په زاړه باختر، بخدي، پکت کې د داسې لاره ساتونکیو وسلهوالو نښې وینو چې په ظاهره غټې خو خورا سپکې ژېړ رنګه پګړۍ به یې تړلې او لنډې پلنې تورې به یې تر ملاوو وې. په پښتنو کې لونګیو یا لونګۍ ته ورته د سر پټولو جامې دومره لرغونې او متفاوتې دي، چې نه په کوم ځانګړي دین پورې اړه لري او نه هم په کومه ځانګړې فرهنګي دورې پورې.
دې ټولو مستندو یادونو ته په پام که څه هم لونګۍ د افغانانو لپاره د درناوي او مېړانې نښه ګڼل کیږي، او خوشال خټک یې په ارزښت او سېمبولیکه ونډه بشپړ کتاب (دستارنامه) کښلی، خو اصلي ریښه یې اقلیمي اړتیا ده، نه یوازې فرهنګي یا دیني قرارداد.
د لونګۍ تړلو جغرافیا دومره پراخه ده، چې د سرشمېر له مخې یې ښايي د نړۍ نیمايي نفوس تړي یا یې په خپل تاریخ کې لري، ځکه خو نه په کوم ځانګړي دین یا مذهب پورې تړلې، نه په کوم ځانګړي ټبر، قوم ، ملت یا فرهنګ پورې او نه هم په کومه خاصه تاریخي دوره پورې.
د یادو تاریخي – فرهنګي دلایلو له مخې لونګۍ هم مسلمانو عربو ته د درناوی وړ لباس دی، هم هندوانو او سیکهانو ته. هم یې پنجابیان خپل عزت بولي، هم افغانان او هم ایراني و تورک و کورد و بلوڅان.
لونګۍ نه د عربو ده، نه د هندوانو نه هم د افغانانو، بلکې له سره یوه تاوېدونکې ټوټه ده، چې له ګرمۍ، سړو، شګو او نورو طبیعي څیزونو څخه د محافظت لپاره د یوې فیزیکي اړتیا په توګه مطرح شوې او ورو ورو فرهنګونو ته ورننوتلې او ښايي له فرهنګي بار سره ځینو عقیدوي – مذهبي مکتبونو او ايډيولوژیکو روایتونو هم خپله نښه ګرځولې وي.
له دې کبله یې په افغان ماشومانو او تنکیو زلمیانو باندې په زوره اغوستل او ورتپل نه دیني اصل لرلای شي او نه هم فرهنګي، بلکې په جبري توګه یې په حساسو تنکیو زلمیو او ماشومانو ورتپل ښايي د دغې جامې په وړاندې کرکې وپاروي او سپکاوی یې وشي. که یوازې منطق دا وي، چې زموږ پلرونو او نیکونو اغوستله نو پلرونو او نیکونو د خپلې زمانې له اړتیاوو سره سم ډېر څه داسې کړي یا اغوستي، چې نن بیا هم له تاریخي شرایطو سره په مطابقت یې موږ نه اغوندو . دوه نسله پخوا زموږ پلرونو اونیکونو ګرد کمرچین کمیسونه لنډ چورمه دار واسکټونه او ګیبي پرتګونه اغوستل او دغه څاک لرونکي هندي کالي چې اوس یې افغانان په ناسمه توګه خپله ملي جامه ګڼي اصلاً زموږ پلرونو او نیکونو نهپېژندل. زموږ پلرونو او نیکونو په غوایانو قولبه کوله، موږ تراکتور او ترېشل کاروو، ځکه په دې کې ګټه ده، د غوایانو قولبه په خپل وخت خورا مهمه او ارزښمنه وه، خو مقدسه نه وه، ځکه له تاریخي اړتیا سره سمه بدلیږي. په دې چاره کې موږ په خپلو نیکو او پلرونو پسې نه ځو.
دریشي او نکټايي ځکه د نړۍ په ګڼو فرهنګونو کې دود او ورننوتلې ده، چې د بیروکراسۍ او ګټې وټې اړتیا ورسره تړلې ده. که له هرې جامې سره اقتصادي ګټه، اقلیمي و طبیعي اړتیا او ذوقي وړتیا ملګرې شي، نړیواله کیږي.
ستر غازي ایوب خاناو لوی عارف شاعر بېدل دهلوي ږیره خرېیله، ستر باچاخان لوڅ سر ګرځېده، پیاوړي احمدشاه بابا ته یې په پګړۍ کې د غنمو وږي وټومبل، سلطان محمود غزنوي تاج په سر کاوه، عربان او د هندوستان د ګرمو سیمو خلک د ګرم اقلیم له امله لُنګونه تړي، د سړو سیمو لرغونیو پښتنو او د دوی نورستاني – پشهيي ترهزامنو وړینې پایپېچې له پښو تاوولې، د خوست و پکتیا لرغونیو پښتنو ځانګړې شړۍ اغوستې، غوري پښتنو له ځانونو لیمڅي تاوول (په تاریخ بیهقي کې یې ذکر لیدلای شئ) د ختیزو سیمو افغانانو یوازې سپکې سپینې خولۍ په سر کولې، د هندوکوښ د لمنو د سړو سیمو خلک پکول په سر کوي او د شمال افغانانو د ورکیو (قراقول) له پوستکیو جوړې خولۍ په سرکولې . د ټولو اصلي لامل اقلیمي اړتیا ده، چې ورو ورو فرهنګي شوي دي، په اوسنیو خلکو د دې ټولو په زوره ورتپل، حیثیتي کول، ناموسي او مقدس یې ګڼل له تاریخ او فرهنګي ښکارندو څخه بېخبرې ده. د دین منطق له څښتن سره د انسان روحاني تړاو دی او فرهنګ د هویت،ذوق و ښکلا و خوند لپاره د بشري تجربو ټولګه ده. په دواړو کې اجبار او تاوتریخجن تحمیل ته ځای نهشته.
څښتن انسان بربنډ پیدا کړ،له سړو ، تودوخې، باران او هر بل طبیعي ګواښ څخه د ځان پټولو توان یې وروباښه او دا ازادي یې وروبښله چې ځان په یوڅه پټ کړي. طبیعي اړتیا ان د شرم له غریزې څخه هم لرغونې ده. لومړني انسانان له خپلو بربنډه بدنونو نه شرمېدل،بلکې د ونو په پاڼو، پوستکو او نورو څيزونو یې ځان له سړو او تودو څخه ژغوره، د همدې اړتیا له مخې ځان پټول دومره تکرار شول چې روسته د شرم د غریزې ځواک سر راپورته کړ او انسان د مقابل لوري له جنسي تیري څخه د ځانژغورنې لپاره هم خپل بدن پټ کړ او دا په یوه فرهنګي قرارداد بدل شو.
که لونګۍ په ماشومانو د دیني جامې په توګه ورپه سر کیږي، هغه مهال چلتار هم تړل شوی او تر پرتګونو لُنګ ډېر اغوستل کېده، لرغونیو عربانو ګڼډل شوی پرتوګ نه پېژاند، نو ولې د لُنګ تړل بد ګڼل کیږي. که لونګۍ له فرهنګي پلوه د پلار و نیکه دود دستور ګڼل کیږي، نو د هندوستان له ختیځه رانیولې تر لویدیزې افریقا پورې له خپلې ټولې رنګارنګۍ او تنوع سره دغه تړل کېدونې سرجامه څنګه یوازې یو ملت خپله فرهنګي جامه بللای شي؟
په دې لیکنه کې د هېڅ جامې یا فرهنګي هویتي نښې سپکاوی نهشته، هر داسې څه، چې یوه برخه خلکو ته ګران وي د درناوي وړ دي مګر د انسان عزتالنفس، درناوی او قانوني ازادۍ ته درناوی تر هرڅه مهم دی. فرهنګ، جامه، دود دستور د انسان لپاره دي، که انسان د دې څيزونو لپاره قرباني کیږي، دا نو له منطق لرې کار دی.