د پاکستان لومړی وزیز شبهاز شریف دبیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره د سوداګرۍ او دفاعي همکاريو پر زياتوالي وغږېد او ور سره یې تړونونو او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
په دې ناسته کې د خوړو د خوندیتوب، د برېښنایي ګاډو او بسونو د تولید په برخه کې دهمکارۍ پر زياتېدو هم بحث شوی.
پاکستان راډيو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چې د لومړۍ وزير شهباز شریف او د بیلاروس ولسمشر الکاسندر لوکاشینکو سره په لیدنه کې موافقه وشوه، چې د يوې تګلارې له مخي به له ۱۵۰ زره زيات پاکستاني ځوانان د مهارت لوړولو او روزلو لپاره بیلاروس ته واستول شي.
دغه ځوانان به په بیلابیلو برخو کې زدکړې او مهارتونه تر لاسه کړي.
لومړي وزير شریف په یوه مطبوعاتې غونډه کې وویل، چې پاکستان غواړي د کرنې او کانونو د تجهیزاتو په جوړولو کې د بیلاروس له تجربو زدکړه وکړي.
په ناسته کې د کرنيزو ماشینونو د تولید، سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ييزو اړیکو پر پياوړتیا هم خبرې شوې.
شهباز شریف ويلي، چې تېر کال په اسلام اباد کې د پاکستان او بیلاروس د وزيرانو د ګډ کمېسون د اتمې ناستي او سږ کال په بیلاروس کې د وزیرانو د پلاوي له سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې همکارۍ زياتي شوي دي.
لومړي وزير زياته کړې، چې په پاکستان کې به د کرنیزو تجهیزاتو په جوړولو کې د دواړو هېوادونو شرکتونه پانګونې هم تر سره کړي.
نوموړي د پاکستان د معدني زېرمې یادونه وکړه او زياته يې کړه، چې دا زېرمې د زرګونو ټریلیونه ډالرو ارزښت لري.
دواړو خواوو په دفاعي، چاپيريال، سوداګرۍ او اقتصاد برخو کې تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.