د طالبانو له لوري په دریو ولایتونو کې د څلورو کسانو تر اعدام وروسته د بښنې نړیوال سازمان د ټولو اعدامونو د بندیدو غوښتنه کړې ده.
دا سازمان وايي، د طالبانو د حکومت دا عدامونه له بشري حقونو دوامداره سرغړونه څرګندوي.
طالبانو نن په نیمروز، فراه او بادغیس ولایتونو کې په عام محضر کې څلور کسان اعدام کړل.
د دې پېښې غبرګون د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو دا ډول کړنې د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو څرګندونه کوي.
دغه سازمان وايي، طالبان د بشري حقونو نړیوال قانون له پامه غورځولی دی.
یاد سازمان وايي:« موږ د ټولو اعدامونو مخالفت کوو، ځکه دا د ژوند پر حق یو ښکاره تېری دی.»
د بښنې نړیوال سازمان وايي، « په عام محضر کې د اعدامونو ترسره کول د مرګ سزا لا هم زیاته ظالمانه کوي، د قرباني پر انستاني حیثییت منف اغېز کوي او همدارنګه د لیدونکو پر روان هم سخت منفي اغیز کوي.»
د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د بشري حقونو دا ښکاره سرغړونه پای ته ورسوي او ډاډ ترسره لاسه کړي چې په افغانستان کې نړیوال خوندیتوب رعایت شي.
همدارنګه یاد سازمان وايي، طالبان دې ژر تر ژره ټول اعدامونه بند کړي او د مرګ سزا دې په بشپړه توګه لغوه کړي.