ځینې کسان داسې تبصرې کوي لکه د مغزو د تفکر سویچونه چې یې مړه یا خاموش وي.
دوی ماغزه لري، خو تفکر او سویچ نه لري، خبرې کولای شي خو نه پوهېږي چې څه وایي.
د چا چې د ماغزو د فکرونو سویچونه مړه وي، په عامیانه اصطلاح د داسې کسانو خبرو ته اوتې بوتې وایي.

اوتې بوتې هغه خبرې دي، چې د نورو خبرې کاپي کوي خو فکر نه کوي چې دا خبرې سمې دي او که نه، منبع یې مؤثقه ده او که نه؟
بس د کاڼه غوندې د هر چا د خبرو سره خاندي یا ژاړي، د بیلګې په توګه لکه د خلیفه دین محمد مرغلرو او یا د شېخ حماسي پسونو ته چې څوک ژاړي.
اوسنۍ ماډرنه نړۍ کې هغو کسانو ته چې د فکرونو سویچونه یې مړه وي، ورته روباټان وایي.
روباټ چې پروګرام کړې، نو بیا د پروګرام په اساس خبرې او حرکات کوي یعنې ماغزه لري خو خپل فکر نه لري.
یوه بله اصطلاح هم داسې مغزو ته چې فکر نه کوي او خبرې کوي، سنګک شوي ماغزه وایي.
سنګک شوي ماغزه هغو خوړو ته ورته وي، چې هر څومره یې خوټوې، پخېږي نه ځکه هغه خواړه لومړی په یخو اوبو کې سنګک شوې وي.
سنګک شوي ماغزه د نورو استدلال نه اوري، ځکه د مغزو د تفکر سویچونه یې مړه وي.
له داسې کسانو سره بحث هم پکار نه دی او باید سلام ورته وویل شي.
سنګک شوي ماغزه خپل فکر نه لري، خو د روباټانو په شان د نورو خبرې، افواهات، بې بنسټه، غیر مؤثقه اوتې بوتې تکراروي.
که چا ورته وویل، چې غوږ دې سپي وخوړ نو سپي پسې منډې وهي، خو په خپل غوږ لاس نه ږدي چې غوږ یې شته که نه، خو سپي پسې منډې وهي.
د چاچې د مغزو د تفکر سویچونه مړه نه وي، د ځینو کسانو د سنګک شویو سندرو، منفي خبرو او کامنټونو نه هم زیاته زده کړه کوي، ځکه بې عقله خبرې او کامنټونه مثبت طرز تفکر لپاره زمینه برابروي.
وایي د لقمان حکیم نه چا پوښتنه کړې وه چې عقل دې د چانه زده کړ، هغه ورته ویلې و چې د بې عقلو نه، ځکه بې عقلو چې هغه کارونه کول، ما نه کول.
الله تعالی انسان ته دوه غوږنه، دوه سترګې او یوه ژبه ورکړې ده.
مخکې له دې چې انسان خپله ژبه وخوروي او څه ولیکي یا ووایي، باید دوه ځلې خبرې واوري او دوه ځلې د خپلو سترګو د دید نه کار واخلي، ځکه د سویچ او فکر نه پرته، یو انسان په خپلو خبرو او لیکلو کې هم خپل ځان ژوبلوي او هم نور.
هغه مشهوره متل دی چې وایي، د ټوپک زخم جوړېږي خو د خولې یا خبرو زخم نه جوړېږي.
دا مهمه ده، چې د خبرو او لیکلو نه مخکې باید انسان ډېر فکر وکړي چې کومه خبره سمه ده یا نه؟
هره خبره په هر ځای کې د کولو هم نه وي، ځکه عامه اصطلاح ده چې هر نقطه مکان و هر سخن جای دارد.
په دې خاطر باید تل خپل د مغزو د تفکر سویچونه مړه نه کړو او هغه بل یا (ان) وساتو تر څو هم ځان او هم نور ژوبل نه کړو.

نور خبرونه

رادیو