د ایران د نرسانو یا روغتیاپالانو سازمان وايي چې د دغه هېواد روغتونونه د نرسانو له کمښت سره مخ دي او دا تشه اوس د بهرنیو، په ځانګړي ډول افغان نرسانو له لوري ډکېږي، چې قانوني جواز نه لري.
رپوټونه وايي، چې لږ تر لږه ۳۰ بهرني روغتیاپالان، چې قانوني اسناد نه لري، د تهران په یوه روغتون کې کار کوي.
د ایران د نرسانو سازمان رییس احمد نجاتیان ویلي چې زیاتره دغه نرسان افغانان دي، خو په ایران کې زېږېدلي او هلته یې زدهکړې کړې دي، خو د کار کولو رسمي جواز نه لري.
هغه ټینګار کړی چې د اوسني قانون له مخې، بهرني نرسان باید د کار وزارت له لارې اجازهلیک تر لاسه کړي.
هغه وویل: «موږ له دې ستونزې سره مخ یو چې زموږ نرسان بهر ته کډوال کېږي او دې کار موږ له جدي کمښت سره مخ کړي یو. له بلې خوا، هغه بهرني نرسان چې اوس دلته کار کوي، زیاتره افغانان دي، چې همدلته زېږېدلي او د ایران په پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې دي».
نجاتیان وویل، د کار د قانون له مخې، دا نرسان باید د کار وزارت له لارې د کار اجازهلیک ترلاسه کړي، څو په روغتونونو کې تر یوې ټاکلې مودې کار وکړای شي.
د ایراني رسنیود رپوټونو له مخې، هغه ویلي: «د دې پروسې د نه تطبیق له امله ځینې د کار مالکان دا بهرني نرسان غیرقانوني ګوماري. دا حالت د دوی د معاشونو، بیمې او قانوني مسوولیتونو له پلوه جدي ستونزې پیدا کوي».
نجاتیان وویل، چې ځینې کسان د روغتیاپالنې محصلان دي یا د طب نورو برخو زده کوونکي دي، چې په شخصي سکټور کې کار کوي.
ایراني چارواکي اوس هڅه کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره نوي مقررات وضع کړي.
د نرسانو سازمان د ایران له پارلمان څخه غوښتي چې د نرسانو د مسلکي اسنادو ارزونه جدي ونیسي.