فایق: نړۍوال دې د طالبانو تر سیوري لاندې د افغانانو پر ناوړه وضعیت سترګې نه پټوي

۳ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق له نړۍوالو هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو کړنې عادي ونه ګڼي او د افغانستان د خلکو کړکېچن وضعیت په اړه بې‌پروا پاتې نه‌شي. هغه وویل، چې باید نړۍواله ټولنه افغانستان هېر نه کړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې څخه ترهګري د ډېرېدو په حال کې ده؛ بهرنۍ ترهګرې ډلې لکه القاعده او داعش د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

هغه وایي: «طالبانو په وروستیو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د نوري فایبر شبکه او وای فای انټرنېټ بند کړی، د انلاین زده‌کړو مخه یې نیولې او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې لسګونه څانګې او ۵۱ درسي مضامین لرې کړي دي.»

نوموړي د طالبانو د مدرسو جوړولو پر بهیر او د دینی مرکزونو په پراخېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت جدي اندېښنې راپورته کړې دي، دا کار په خلکو کې افراطیت خپروي، پوهه ځپي او د افغانستان د راتلونکو نسلونو فکري راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

هغه د خلکو د سوله‌ییزو اعتراضونو د ځپلو یادونه هم وکړه او ویې ویل: «طالبانو په بدخشان ولایت کې د بزګرانو او کابل ولایت کې د تقاعد شویو مامورینو اعتراضیه غونډې ځپلې دي.»

ښاغلي فایق د طالبانو د عمومي عفوې ادعا رد کړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې ښځې، نجونې، پخواني چارواکي او نظامیان پر خپل سر نیول کېږي، شکنجه کېږي او ځورول کېږي.

د ښاغلي فایق په وینا؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور پر بنسټ، اوس نږدې ۳۰ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې دي. هغه د طالبانو کړنې له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او بشري جنایت وباله.

فایق ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک او نړۍواله ټولنه داسې مشروع، ځواب ویونکی او د باور وړ دولت ته اړتیا لري چې د قانون پر حاکمیت، عدالت، د خلکو پر اراده او پر نړۍوالو ژمنو ولاړ وي.

هغه زیاته کړه، دا کار یوازې د یو رښتیني او هر اړخیز سیاسي بهیر له لارې کېدای شي چې د ټولو افغانانو حقونه تضمین کړي.

هغه وویل: « باید بشردوستانه مرستې اصولي، بې‌طرفه او بې‌شرطه وي او له تبعیض او انحراف پرته اړمنو خلکو ته ورسېږي.» هغه وایي، باید له طالبانو سره تعامل اصولي او مشروط وي.

د افغانستان استازي یادونه وکړه:« د دغه هېواد خلک نه دي تسلیم شوي. د افغانستان دننه ښځې، خبریالان، فعالان، عادي وګړي او د مقاومت غورځنګونه اوس هم د طالبانو پر وړاندې ولاړ دي. بهر مېشتي افغانان هم د ازادۍ او عدالت لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي.»

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د مېلیونونه افغانانو پر کړاوونو او ناوړه وضعیت دې سترګې نه پټوي.

نور خبرونه

رادیو