د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا پنجشنبه د وري ۲۱مه نېټه ۲۰ میلیونه امریکایي ډالره لیلاموي.
دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو غوښتي، چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو ۲۰ میلیونه ډالرو د لیلام موخه د اسعارو په بازارونو کې د افغانیو پولي ثبات ساتل په ګوته شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
د طالبانو واک لاندې د افغانستان بانک په داسې حال کې د ډالرو د لیلام خبر ورکوي، چې دغه بانک تېره یکشنبه هم د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت راټیټولو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره پلورلي وو.
د یادونې وړ ده، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هغه وخت راټیټ شو، کله چې پر دغې ډلې د امریکا لهخوا اونیزې ۴۰ میلیوني کڅوړې بندې شوې.
د دغو کڅوړو له بندېدو سره جوخت د کابل په شهزاده سرای کې د یوه ډالر بیه له ۶۵ څخه تر ۸۵ افغانیو پورته شوه.
په اوس مهال کې طالبان د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتنې لپاره نږدې هره میاشت میلیونونه ډالر لیلاموي، ترڅو د اسعارو په بازارونو کې پولي ثبات وساتي.
دغه بانک نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۲،۵۸ افغانیو او د یوې یورو پر وړاندې د ۷۸.۸۳ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.