د جاپان د هوکایدو ولایت پولیسو د توماکومای ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د یوې ښځینه کارکوونکې د جنسي ځورونې په تور یو ۶۶ کلن افغان وګړی نیولی دی.
د رپوټ له مخې، دغه پېښه پرون د اپرېل پر اتمه د ماسپښین ۱۲ بجو شاوخوا شوې.
رپوټ وايي، چې دغه سړی د پلورنځي یوې شاوخوا ۳۰ کلنې ښځینه کارکوونکې ته له شا ورنږدې شوی او دواړې اوږې یې ور ټینګې کړې دي.
د هوکایدو د فرهنګي رسنۍ د رپوټ له مخې، یاده ښځه په فزیکي توګه نه ده ژوبله شوې.
پولیس وايي، وروسته له دې چې یاد افغان لومړی د پلورنځي له ساحې ووت، وروسته بیا راغی، خو د پلورنځي یوه ساتونکي پولیسو ته زنګ وواهه او هغوی یې پرې خبر کړل.
رپوټ وايي، پولیس زر سیمې ته ورسېدل، پلټنه یې وکړه او د جرم له مستند کېدو وروسته یې یاد کس ونیوه.
رپوټ وايي، چې دغه ۶۶ کلن افغان خپل جرم منلی او ویلي یې دي، « هو، ما دا کار کړی دی».
پولیسو ویلي چې له یادې ښځې سره د تورن هیڅ پخوانۍ پېژندګلوي نه وه او اوس هڅه کوي د دغه عمل انګیزه او نورې احتمالي ورته قضیې هم وڅېړي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې یاد افغان د نوموړې ښځې پر اوږو له لاس اېښودو څه هدف درلود.