د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ څخه یې غوښتي، چې د هغو افغانانو نوملړ له بشري سازمانونو سره شریک کړي چې له ګواښ سره مخ دي.
ملالې یوسفزۍ په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر اېستلو نیوکه کړې او د دې بهیر د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یوسفزۍ اندېښنو ته یې ځواب ورکړی او له هغې یې غوښتي، چې که مشخص کسان تر ګواښ لاندې وي، معلومات او پېژندګلوي دې له بشرپالو ادارو سره شریک کړي، څو لازم اقدامات وشي.
ملالې یوسفزۍ په دې وروستیو کې ویلي، چې افغان نجونې او ښځې له پاکستانه په شړلو سره د زده کړو او کار په ګډون له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې دي.
د بشري حقونو یادې فعالې ټینګار وکړ، چې له پاکستانه اېستل شوي کډوال اړ دي چې «د طالبانو د بې رحمانه او د جنسیتي توپیر رژیم لاندې» ژوند وکړي.
د بشري حقونو دغې فعالې وویل، "اوس مهال، افغانستان خوندي نه دی، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو لپاره."
هغې زیاته کړه، چې د افغان کډوالو جبري ستنېدل د دوی رواني صدمه لا پسې ژوروي.
نوموړې دغه راز پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ، چې د زیانمنو شویو خلکو د ساتنې لپاره اقدام وکړي او د بیا مېشتېدنې اختیارونه پراخ کړي.
د ملالې یوسفزۍ د اندېښنو په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېواد یې په تېرو څلورو لسیزو کې د څه باندې څلور مېلیونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، خو اوس د پاکستان پر کورنیو سرچینو د سخت فشار له امله دا پدیده د دوام وړ نه ده.
افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شوي متن له مخې، پاکستان د ملالې یوسفزۍ په غبرګون کې ټینګار کړی، چې د کډوالو راستنېدل د پاکستان د قانوني او نړۍوالو حقونو په چوکاټ کې یو عمل دی او په داوطلبانه او انساني توګه ترسره کېږي.
پاکستان ویلي دي، چې نړۍوال قانون یوازې د هغو کسانو د بېرته ستنېدو مخه نیسي چې له کوم ځانګړي ګواښ سره مخامخ دي او پاکستان دغه اصول مراعات کوي، که څه هم دغه هېواد د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د طالبانو د غچ اخیستو له وېرې سلګونه زره افغانان ایران او پاکستان ته کډه شول.
دوی اوس اندېښمن دي، چې که افغانستان ته واستول شي ژوند به یې له ګواښ سره مخامخ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د کوربه توب کلنی لګښت له ۲۰۰ مېلیونو ډالرو ډېر دی او د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو پر ښاري بنسټونو، روغتیايي خدمتونو او اقتصاد یې لوی فشار اچولی دی.
پاکستاني چارواکو همدا ډول امنیتي ګواښونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې یو شمېر افغانان په قاچاق او تروریستي فعالیتونو کې لاس لري او حکومت مکلف دی، چې د دغو ګواښونو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.
په لیک کې راغلي، چې د یوناما د راپور له مخې د افغانستان په یوشمېر سیمو په تېره بیا کلیوالي سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د ډېرو کورنیو بېرته ستنېدل ممکن دي.