د ناروې د کډوالو شورا: د افغانستان په ځینو سیمو کې ژوند د بقا لپاره یوه ورځنۍ مبارزه ده

۴ ساعتونه مخکې

د ناروې د کډوالو شورا وایي، د افغانستان لپاره د نړۍوالو سترو مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د بشري مرستو د بودیجې کمښت د دې لامل شوی، چې دغه هېواد له ناورین سره مخ شي.

دغه شورا زیاتوي، چې د افغانستان په لوېدیځ کې هغه ښځې، نارینه او ماشومان چې په غیر رسمي استوګنځیو کې ژوند کوي، لا دمخه د نړۍوالې پاملرنې له نه‌شتوالي سره سخته ضربه خوړلې ده.

د ناروې د کډوالو شورا په خپل راپور کې هرات کې په غیر رسمي استوګنځیو کې د خلکو وضعیت ارزولی او دغه راپور یې د اپرېل پر ۱۸مه خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي، هغه افغانان چې ګاونډیو هېوادونو ته د تګ لپاره لازم اسناد او د تګ امکانات نه لري، ډېری یې د لویو ښارونو په څنډو کې په ککړو او ناوړه غیر رسمي استوګنځیو کې اوسېږي. په دغو سیمو کې ژوند د بقا لپاره یوه ورځنۍ مبارزه ده، ماشومان پلاستیک ټولوي او کورنۍ یوازې له وچې ډوډۍ او چای سره ورځ تېروي.»

یادې شورا په دغه راپور کې له ځینو هغو کسانو سره خبرې کړي، چې په دغو ناوړه استوګنځیو کې ژوند کوي.

کله چې نړۍوالو هېوادونو خپلې مرستې پرې کړې، دوی له هر څه بې‌برخې پاتې شوي.

په راپور کې د ۷۵ کلنې بي بي ګل یادونه شوې، چې هرات ښار ته څېرمه په یوه غیر رسمي استوګنځي کې اوسيېږي او د هغې څلور لمسیان د پلاسیټک ټولولو لپاره هره ورځ ښار ته وځي، تر څو کورته د ژوندي پاتې کېدو وسایل برابر کړي.

بلخوا، دین محمد چې ۳۸کلن دی، د یوې لس کسیزې کورنۍ سرپرست دی او هڅه کوي په داسې ښار کې خپلې کورنۍ ته د اړتیا وړ شیان برابر کړي، چې هلته د کار زمینه ډېره محدوده ده.

دی وایي: «موږ کافي خواړه، اوبه یا سرپناه نه‌لرو او ټول لس کسان مو په یوه کوچنۍ کوټه کې ژوند کوو.»

دوی په ۲۰۱۷ کال کې د بادغیس ولایت څخه د سختې وچکالۍ او شدیدو شخړو له امله تښتېدلي.

دین محمد وایي، چې د افغانستان روان اقتصادي بحران هره ورځ د دوی پر ژوند منفي اغېز کوي.

هغه وایي: «زه ښار ته ورځم، خو هلته هېڅ کار نه پیدا کېږي. حتی اړ شوم خپل مشر زوی ښار ته واستوم چې پلاستیک ټول کړي. موږ دا پلورو، ترڅو د کورنۍ لګښتونه پوره کړو.»

اته کلن مرتضی او ۱۱ کلن الیاس هغه دوه وروڼه دي چې د خپلې غیر رسمي استوګنځي مخې ته غرمنۍ خوري.

دغه وروڼه او د دوی پاتې کورنۍ له اوو کلونو راهیسې له کندز څخه د جګړې له امله تښتېدلي او هرات ته کډه شوي دي او له هغه وخته دوی په یو غیر رسمي استوګنځي کې ژوند کوي.

د دوی د پلار خوش محمد په وینا، د دوی وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

خوش محمد وایي، چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان لپاره د نړۍوالو مرستو کمېدو له امله د دوی ژوند کې هېڅ ښه‌والی نه‌دی راغلی.

وروستیو او ناڅاپي مرستو کمښت دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د ناروې د کډوالو شورا وایي، په تېرو ۲۲ کلونو کې د دوی لپاره دا تر ټولو ستونزمن حالت دی، چې دوی ورسره مخ شوي دي.

دغه شورا زیاتوي: «موږ خپلې مرستې نه بندوو. موږ لا هم دې ته ژمن یو چې په افغانستان کې پاتې شو، ترڅو له بې‌ځایه شوو ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو سره مرسته وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې هغه ټولنې چې د لسیزو جګړو او اقلیمي بدلون له امله اغېزمنې شوې، نه‌هېروو.»

دغې شورا له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د نورو ناورینونو د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وکړي.

د ناروې د کډوالو شورا وایي: «د افغانستان خلک باید یوازې پرېنښودل شي. دوی بېړنیو او دوامداره مرسته ته اړتیا لري، نه یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره، بلکې د دې لپاره چې خپل ژوند له عزت او هیلې سره بېرته ورغوي.»

نور خبرونه

رادیو