ډېپلومات مجلې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د روسیې لهخوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم احتمالي لرې کول کولای شي د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره لار هواره کړي.
د نوموړې رسنۍ د مقالې لیکوال محمد مراد په وینا، لکه څنګه چې روسیه په افغانستان کې بدیل نهلري، نو اړ ده چې په څو اړخیزو ناستو کې د طالبانو ملاتړ وکړي.
روسیې په ۲۰۰۳ کال کې افغان طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل او له هغه وخت راپدېخوا له دې ډلې سره هر ډول اړیکې د قانون له مخې د سزا وړ وې، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، مسکو په تدریجي ډول له دې ډلې سره راشه درشه پیل کړې ده.
په داسې حال کې چې دا ځل د مسکو نوې تګلاره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په پرتله د دغه هېواد د پخواني دریځ ښکاره بدلون څرګندوي.
د ډېپلومات لیکوال محمد مراد لیکلي، چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ روسیې له هند سره په ګډه د طالبانو پر وړاندې د احمدشاه مسعود په مشرۍ د پخوانۍ متحدې جبهې ملاتړ کړی و.
د سپټمبر له ۱۱مې او د طالبانو له سقوط وروسته مسکو د حامد کرزي له حکومت سره مثبتې اړیکې جوړې کړې او افغانستان یې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې ښکېل کړ. افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د څارونکي په توګه له نوموړي سازمان سره یوځای شوی.
د مقالې لیکوال ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ بېرته پیلېدو راهیسې، روسیه پرته له دې چې دا ډله په رسمیت وپېژني، د دواړو خواوو ترمنځ په ځانګړې توګه د اقتصاد په برخه کې اړیکې ښې شوې دي.
که څه هم مسکو پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو له شاوخوا درې نیمو کلونو راهیسې دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې، خو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې او راشه-درشه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.
د یادونې ده، چې د روسي لویې څارنوالۍ څو ورځې مخکې د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي و چې په روسیه کې دې د طالبانو پر فعالیت بندیز پای ته ورسېږي.
د روسیې د لویې څارنوالۍ له دغه اقدام وروسته په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د روسیې له تور نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو هرکلی کړی او ویلي یې و، چې دا ډله غواړي روسیه او امریکا دواړه د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.