د فرانسې پولیسو د داعش درې شکمن کسان د "تروریستي" برید د پلانولو په شک کې ونیول

۲ ورځې مخکې

د فرانسې پولیسو پرون د ۱۹ او ۲۴ کلونو ترمنځ درې ځوانان په پاریس او د هغه په شاوخوا سیمو کې د یوه «ترهګریز» برید د پلانولو او د چاودیدونکو توکو د درلودلو په شک ونیول.

دوی وايي، نیول شويو کسانو له داعش الهام اخیستی، دغو کسانو پلان درلود چې په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه وکړي.

دغه درې کسان چې په اصل کې د فرانسې په شمال کې د لیل او ډنکرک د ښارونو اوسېدونکي دي، په ښکاره یې په ټولنیزو شبکو کې خپل افراطي تمایلات څرګند کړل او پرته له کومې پټې د خپلو افراطي باورونو دفاع یې وکړه.
تر ټولو ځوان، چې د دې ډلې د مشر په توګه پیژندل شوی، په سنپ چټ کې خورا سخت او ګواښونکي پیغامونه خپاره کړي، چې ویلي یې دي "موږ به کافران په وینو کې ډوب کړو."

دغه کس داسې ویډیوګانې هم شریکې کړې وې چې پکې یې ترهګري او د تاوتریخوالي د کړنو ستاینه کوله.
دغه ډله دفرانسې دپوليسو له خوا دځانګړو او چټکو څيړنو له لارې چې د کورني امنيت د لوى رياست او له تروريزم سره د مبارزې د لوى رياست له خوا تر سره شول وپيژندل او ونيول شول.
پولیسو ته د یوې نږدې سرچینې له قوله ویل شوي، چې دغو کسانو د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی او امنیتي ځواکونو ته یې اجازه ورکړې، چې تر اقدام کولو مخکې یې ونیسي.
د داعش د دریو مشکوکو کسانو نیول یو ځل بیا ښیي چې تروریستي ګواښونه لا هم په دغه هېواد کې یو له سترو امنیتي ننګونو څخه دی.
فرانسه تر دې وړاندې هم د داعش د خونړي برید هدف و.

د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کې د داعش غړو په پاریس کې په څو ځایونو کې په یو لړ همغږو بریدونو کې ۱۳۰ کسان ووژل.

نور خبرونه

رادیو