په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د بودجې د کمښت له امله به سږ کال په افغانستان کې ۳.۵ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې موټېنټه چېموکا وایي:« اوسمهال موږ په افغانستان کې د دغه هېواد په تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ترټولو سخت ناورین سره مخ یو.»
د خوړو نړۍوال پروګرام د نوموړې یو ویډیویي پیغام خپور کړی چې په کې وایي، په افغانستان کې ۳.۵ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا پدې مانا ده چې په هرو لسو ثانیو کې به یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته شي.
هغې زیاته کړې، هغه مېندې چې راتلونکی نسل تغذیه کوي؛ په خپله له خوارځواکۍ سره مخ دي.
هغه وړاندې وایي:« موږ د خوارځواکۍ څخه مخنیوی تر دې وړاندې د کافي بودجې سره کړی دی. که موږ ته بودجه راکړل شي؛ نو موږ به وکولای شو د مېندو د خوارځواکۍ درملنه وکړو؛ ترڅو هغوی خپل ماشومان ښه تغذیه کړي.»
له بل پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان هم خبرداری ورکړی، که بېړنۍ مرستې برابرې نشي؛ نو تر جون میاشتې پورې به ۸۰سلنه هغه روغتیایي خدمتونه چې د دغه سازمان په مالي ملاتړ چمتو کېږي په ټپه ودرېږي.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه څرګنده کړې وه، چې له درې نیم مېلیونو څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ له سختې څپې سره مخ دي.