برېتانوۍ جوړه چې له دوو میاشتو راهیسې د کابل په څرخي پله زندان کې د طالبانو په بند کې ده، وایي چې د دغه زندان وضعیت د دوزخ په څېر دی.
ټېلیګراف ورځپاڼې د ۷۹ کلن برېتانوي وګړي پیټر په حواله خبر ورکړی، چې هغه په زندان کې له یوه عامه ټیلفون څخه د خپلې کورنۍ سره په خبرو کې د خپلې مېرمنې ۷۶ کلنې باربي چې په همدې زندان کې د ښځو په څانګه کې ساتل کېږي، د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
رینولډز وویل:« زه پښې او لاس تړلی د قاتلانو او جنسي تېري کوونکو سره یو ځای ساتل کېږم؛ د هغه کس په ګډون چې خپله مېرمن او درې ماشومان یې وژلي دي. هغه کله داسې چیغې وهې لکه پېریانو چې نیولی وي.»
د هغه په وينا، د زندان ساتونکي تل بنديان په اوسپنیزو پایپونو وهي او ټکوي.
هغه زیاته کړه:« زه د افغانستان د تیاره اړخ په اړه ډېر څه نوي زده کوم. دلته په رېښتیا هم هر څه د دوزخ په څېر دي.»
پيټر ویلي، که څه هم د هغه د ساتنې ځای د زندان پرتله یوې پنجرې ته ورته دی؛ خو د ښځو د ساتنې شرایطو ته په کتو سره یې دا غوره ځای بللی دی.
هغه وایي، چې په ورځ کې یو وخت خواړه ورکول کېږي او په خوړو کې ډوډۍ، نخود او شین چای وي.
د هغه په وینا، یوڅه وزن یې هم له لاسه ورکړی او د زندان چاپېریال ډېر وېروونکی دی.
د پيټر رینولډز په وینا، د هغه د زړه درمل خلاص شوي وو؛ خو تېره اونۍ یې د اروپایي ټولنې ماموریت اړوند وکیل څخه ترلاسه کړي دي.
د روان کال فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیټر او د هغه مېرمن باربي د دوی د ژباړونکي سره یو ځای د طالبانو لهخوا نیول شوي دي؛ خو له دوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم طالبانو پر دوی کوم ځانګړی تور نه دی پورې کړی.
دغه جوړه له کابل څخه تر الوتنې وروسته په بامیان ولایت کې خپل استوګنځي ته په لاره وه، چې د طالبانو لهخوا ونیول شوه او لا تراوسه یې برخلیک ناروښانه دی.